دفاع وزارت: د افغانستان ۱۶ ولسوالۍ له امنیتی ګواښ سره مخ دی

گزارشگر:سه شنبه 16 سنبله 1395 - ۱۵ سنبله ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان دفاع وزارت وایی، په ټول هېواد کې ۱۶ ولسوالۍ له امنیتی ګواښ سره مخامخ دی خو د څلورو ولایتونو سیمه‌ییز چارواکی بیا وایی چې یوازې په دغو ولایتونو کې ۱۹ ولسوالۍ له لوړ امنیتی ګواښ سره مخامخ او ځینو یې سقوط هم کړی دی.
که څه هم د افغانستان دفاع وزارت او اجرائیه رئیس وایی چې افغان ځواکونو د وسله‎والو پراخ تهاجمی بریدونه دفع کړی خو د څو ولایتونو سیمه‌ییز چارواکی په خپلو سیمو کې د طالبانو د فعاله حضور خبره کوی.
دفاع وزارت وایی چې د ۳۶۰ ولسوالیو څخه یوازې پر ۹ ولسوالیو دوی کنټرول نه‌لری او هغه ولسوالۍ چې له لوړ امنیتی تهدید سره مخ دی شمېر یې ۱۶ ته رسېږی.
د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وایی:
“۱۶ ولسوالۍ تر تهدید لاندې دی خو موږ هلته وکړای شول چې د دښمن د کړو مخه ونیسو او ځالې یې له‎منځه یوسو.”
خو په ورته وخت کې د کندز، بغلان، ننګرهار او پکتیا ولایتونو د ولایتی شورا یو شمېر غړو او ځینو سیمه‌ییزو چارواکو بیا ازادی راډیو ته ویلی چې په دغو ولایتونو کې امنیتی ګواښونه تر هغې زیات دی چې دفاع وزارت‌یې وایی.
د کندز ولایتی شورا وکیل امرالدین ولی وایی چې د کندز له نهو ولسوالیو څخه درې ولسوالۍ عملاً د طالبانو په ولکه کې دی او دوه نورې هم له جدی ګواښ سره مخ دی.
که څه هم د افغان حکومت اجرائیه رئیس وایی چې حکومت په ټول توان له امنیتی ځواکونو ملاتړ کوی خو پخوانی لوی درستیز شېر محمد کریمی بیا د امنیتی ځواکونو په رهبرۍ او د اکمالاتو په برخه کې له ځینو ستونزو یادونه کوی.
ښاغلی کریمی له ازادی راډیو سره په خبرو کې دا پوښتنه وکړه چې ولې په تېرو درېیو میاشتو کې وسله‎والو یو شمېر ولسوالیو ته جدی امنیتی ګواښونه متوجې کړی؟
ښاغلی کریمی یې په ځواب کې وویل:
“زما له نظره درې اساسی ټکی دی، اول د امنیتی ځواکونو رهبری ډېره مهمه ده، زه په ډېری ځایونو کې د رهبرۍ کمزورتیا وینم، دوهم له بده‎مرغه همغږی نه‌شته د همغږۍ نه‌موجودیت د دې لامل کېږی چې چارې ټکنۍ شی او درېیم ټکی په موقع سره اکمالات نه‌کېږی.”
د کورنیو چارو وزارت که څه هم تر یو بریده ستونزې منی خو وایی، د همغږۍ او اکمالاتو ستونزه‌یې تر ډېره حل کړې نو ځکه عملیات بریالی دی.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقی ازادی راډیو ته وویل چې په افغانستان د وسله‎والو له تحرکاتو هېڅ‌څوک انکار نه‎شی کولای خو په ټوله کې وضعیت د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.