دوبۍ غونډه افغانستان لپاره هیله بخښونکې وه

گزارشگر:چهار شنبه 31 سنبله 1395 - ۳۰ سنبله ۱۳۹۵

mandegar-3د امریکا د نړیوالو پراختیایی مرستو ادارې “یو، اِس، اې، ای، ډی” او د افغانستان حکومت، د دې هېواد د انرژۍ د سکټور په اړه دوه ورځنۍ غونډه چې په متحده عربی اماراتو کې وه بریالۍ وبلله.
په‎ دې نړیوال کنفرانس کې چې یکشنبه او دوشنبه په دوبۍ کې روان و، د منځنی ختیځ، مرکزی اسیا، اروپایی هېوادونو او شمالی امریکا د هغو شرکتونو چې د انرژۍ په سکټور کې کار کوی، لږ تر لږه ۲۰۰ استازو برخه اخیستې وه.
د امریکا سفیر مایکل مککېنلی متحده عربی اماراتو کې د افغانستان د انرژۍ په اړه نړیوالې غونډې ته وویل چې حکومت به‌یې د “یو، اِس، اې، ای، ډی” له لارې له افغانستان سره مرسته وکړی چې په خپله خاوره کې د انرژۍ له سرچینو د نوې کېدونکې انرژۍ یا “Renewable Energy” د رامنځته کولو لپاره کار واخلی.
د امریکا د سفیر په وینا، متحد عربی اماراتو کې د دوه ورځنی کنفرانس هدف دا وو چې د افغانستان د حکومت استازی د هغو شرکتونو له مسؤلینو سره وګوری چې د انرژۍ په ارتباط د پانګونې نیت لری یا په ‎دې ارتباط کار کوی.
د هغه په وینا، افغانستان کې د نوې کېدونکې انرژۍ “Renewable Energy” رامنځته کېدل به په ‎دې هېواد کې د ثبات له ټینګېدو او د فقر له کمېدو سره مرسته وکړی.
دا ډول انرژی د کلیو پراختیا د کلیوالی تولیداتو د زیاتېدو او خصوصی سکټور د ودې لپاره هم مهمه ګڼل کېږی.
د نوی کېدو وړ انرژی له لمر، باد او د انرژۍ له نورو طبیعی منابعو څخه د برق تولید ته ویل کېږی.
متحده عربی اماراتو کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علی احمد عثمانی ویلی، افغان حکومت د نړیوالو سازمانونو په مرسته او د انرژۍ د تولید له پلوه د پرمختللو هېوادونو په همکارۍ، غواړی چې د انرژۍ د تولید او ودې ټکنالوژی پرمختللې کړی.
په‎ دې نړیوال کنفرانس کې افغانستان کې د انرژۍ د سکټور پر وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې او د کندهار د ۱۰ مېګا ولټه سولر انرژۍ پر پروژه او د انرژۍ د خپلواکو تولیدوونکو “IPP” په اړه بحثونه هم په ‎کې شامل وو.
د افغانستان پلاوی په کنفرانس کې برخه‎والو ته د هغو امکاناتو په اړه چې په ‎دې هېواد کې د انرژۍ د تولید او تبدیل لپاره شته، معلومات ورکړل او هغوی ته‌یې ډاډ ورکړ چې افغانستان د پانګونې لپاره ښه مارکېټ دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافظی ازادی راډیو ته وویل چې په‎ دې هېواد کې د انرژۍ د تولید زیاتې منابع شته چې نړیوال په اسانۍ، پانګونه ورباندې کولای شی، خو د ښاغلی حافظی په وینا، دولت باید زمینه ورته برابره کړی.
اذرخش حافظی زیاته کړه:
“افغانستان کې د څه باندې ۳۰۰۰۰۰ مېګاواټه انرژۍ د تولید ظرفیت شته دی. که افغانستان اساسی صنایع جوړ کړی، نو زموږ په باور موږ خپله لږ تر لږه ۱۱۰۰۰ مېګاواټه انرژۍ ته اړتیا لرو، پاتې یې اضافی ده. خو په افغانستان کې د اداری فساد او ناامنۍ له امله څوک زړه نه ښه کوی چې دلته پانګونه وکړی. دولت ته په کار ده چې قانونی چلند وکړی او زمینه د پانګونې او کار او کورنیو او بهرنیو پانګه‎والو ته برابره کړی.”
د امریکا د نړیوالو پراختیایی مرستو ادارې “یو، اِس، اې، ای، ډی” ویلی چې له ۲۰۰۲ میلادی کال راهیسې یې افغانستان کې لږ تر لږه ۱۷ میلیارده ډالر د پراختیایی پروژو پر بشپړولو لګولې دی.

دا د افغانستان لپاره د امریکا د ملکی مرستو تر ټولو ستر پروګرام دی چې د امریکا حکومت په همکارۍ فعالیت کوی.
متحده عربی اماراتو کې د افغانستان انرژۍ د سکټور په اړه په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان برېښنا شرکت او د نوې کېدونکې انرژۍ “Renewable Energy” د نړیوال سازمان مشر هم ګدون درلود چې په افغانستان کې د انرژۍ د تولید، بدلولو او په ‎دې ارتباط د پانګونې پر امکاناتو یې خبرې وکړې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.