پکتیکا کې د طالبانو او القاعده درې مهم قوماندانان وژل شوی

گزارشگر:دو شنبه 5 میزان 1395 - ۰۴ میزان ۱۳۹۵

mandegar-3پکتیکا ولایت چارواکی وایی چې د یکشنبې په شپه د یاد ولایت د بېرمل په ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې صفری نقطې ته نېږدې د منګړیتی په سیمه کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په هوایی برید کې ۱۱ وسله‎وال مخالفین وژل شوی دی.
دوی زیاتوی، په وژل شویو کسانو کې د القاعده شبکې او د حقانی ډلې درې مشهور قوماندانان شامل دی.
د پکتیکا د والی ویاند نبی الله پیرخېل د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د دوی کشفی مالومات څرګندوی چې په وژل شویو وسله‎والو کې د القاعده شبکې او حقانی ډلې درې مشهور قوماندنان هم په کې دی، خو تر اوسه یې د هویت په اړه کره مالومات نه‎دی ترلاسه شوی.
د ده په وینا چې د کشفی ارګانونو له څېړنو وروسته به د وژل شویو وسله‎والو د قوماندانانو په اړه مالومات د رسنیو سره شریک کړی.
نبی الله پیرخېل زیاته کړه:
“تېره شپه د پکتیکا ولایت د بېرمل ولسوالۍ د ډیورنډ فرضی کرښې په صفری نقطه کې د منګړیتی په سیمه کې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو همدا راز د ائتلافی ځواکونو په هوایی برید کې ۱۱ تنه وسله‎وال مخالفین وژل شوی دی، زموږ د کشفی ارګانونو د مالوماتو له مخې ویل کېږی چې په‎دغه وژل شویو کې د القاعده شبکې او حقانی شبکې درې تنه مشهور قوماندانان هم شامل دی، خو په‎دې باندې کشفی ارګانونه کار کوی څو په ډاګه کړی چې په‎دې مشهورو قوماندانانو کې څوک دی، خو ۱۱ تنه وژل شوی دی چې دا وسله‎والو ته لویه ضربه ده.”
نبی الله پیرخېل یاد برید د پکتیکا د امنیتی ځواکونو د پیاوړتیا او یادو ځواکونو سره د خلکو د همکارۍ د ډېریدو په معنی بولی.
بل لوری ته په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستانی استخباراتو یوې سرچینې مشال راډیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلی چې تېره شپه د پکتیکا په لمن سیمه کې افغان او نړیوالو ځواکونو عملیات کړی چې په وژل شویو وسله‎والو کې د تحریک طالبان پاکستان د مسید ډلې ویاند اعظم طارق هم شامل دی.
د اعظم طارق اصلی نوم رئیس خان و او سرچینې وایی چې په بمبارۍ کې د اعظم طارق زوی او د شمالی وزیرستان د مده خېلو دوه نور وسله‎وال وژل شوی دی.
عینی شاهدانو ویلی چې نن یکشنبه یې د اعظم طارق مړی یې لیدلی دی، دوی وویل، د عملیاتو پر وخت امنیتی چارواکو ورته له کورونو څخه د نه وتلو ویلی وو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.