د دفاع وزارت پخوانیو منسوبینو د خپلو حقوقو غوښتنه وکړه

گزارشگر:سه شنبه 6 میزان 1395 - ۰۵ میزان ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د ملی اردو د پخوانیو منسوبینو سراسری شورا نن دوشنبې په کابل کې مظاهره وکړه او د خپلو ستونزو د هواری غوښتنه یې وکړه.
مظاهره کوونکو خبرداری ورکړ، که دفاع وزارت ددوی د تېرو دوو کلونو حقوق او امتیازات ورنه کړی، نو خپل احتجاج ته به دوام ورکړی.
دوی چې شمېر یې لسګونو کسانو ته رسېده او د کابل ښار د محمود خان پله په سیمه کې راټول شوی وو، دا هم ویل چې داسې اسناد او شواهد په لاس کې لری چې ددفاع وزیر ددوی په اړه د کابینې پریکړې نه عملی کوی.
د ملی اردو د پخوانیو منسوبینو د شورا رئیس نجیب الله مجاهد په دې اړه رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل.
هغه زیاته کړه:
“د دغو پوځیانو غوښتنې دا دی چې قانون باید پلی شی او له فساد څخه مخنیوی وشی، موږ کافی شواهد لرو چې د کابینې پرېکړې د افغانستان دفاع وزیر او د هغه د ټیم لخوا نقض کېږی.”
نوموړی د مظاهرې پر مهال له دوی سره د پولیسو په ناوړه چلند هم انتقاد وکړ.
د مظاهره کوونکو په غوښتنو کې ددوی د کاری دوری معاشونه، د تقاعد امتیازات او د کور جوړولو لپاره د ځمکو ویش شامل دی.
په ورته وخت کې ددې شورا حقوقی سلاکار محمد هارون بارکزی هم وویل چې یو شمېر مشخصی کړۍ ددوی د امتیازاتو د ورکړې مخه نیسی.
هغه زیاته کړه:
“موږ غواړو د هغو منسوبېنو چې د هغوی حق خوړل شوی دی، د هغوی د حق په مقابل کې یو شمېر مشخصی کړۍ موجودی دی چې د دوی د حق مانع کېږی، نن چې د هر وګړی حق سلبېږی، موږ د هغوی ملاتړی یو او د هغوی له حقوقونه به دفاع کوو.”
خو ددفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وویل دوی ددغو پخوانیو منسوبینو د ستونزو د هواری لپاره اقدامات کړی او پاتې ستونزې به یې هم د قانون په رڼا کې حل کړی.
نوموړی زیاته کړه:
“د افغانستان دفاع وزارت د موجوده احکامو، پالیسو او قانون په اساس اجراأت کړی او هغه ستونزې چې پاتې دې دوی دې راشی د قانون په رڼا کې به موږ د دوی ستونزې حل کړو.”
د افغانستان د ملی اردو پخوانیو منسوبینو تردې وړاندې هم ورته مظاهرې کړې وې او د خپلو ستونزو د حل غوښتنه یې کړې وه.
خو د دغې شورا غړی وایی چې تراوسه یې غوښتنې نه دی منل شوی او له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.