د هلمند کجکی برېښنا بند دویمې برخې جوړلو تړون لاسلیک شو

گزارشگر:یک شنبه 11 میزان 1395 - ۱۰ میزان ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت او یوه ترکی شرکت ترمنځ د یوه تړون په لاسلیکېدو یو ترکی شرکت د هلمند د کجکی اوبو برېښنا بند دویمه برخه جوړوی.
د افغانستان د اوبو برېښنا وزیر علی احمد عثمانی ددې سند د لاسلیک په مراسمو کې وویل، د کجکی بند دویمې برخې جوړېدو سره به ۱۰۰ میګاواټه برېښنا تولید شی.
هغه وویل، د برېښنا د تولید ترڅنګ به ددې بند د اوبو ذخیرې وړتیا له نژدې یو میلیارد متر مکعب اوبو نه ۲،۳۴ میلیارد متر مکعبو ته لوړه شی.
د ښاغلی عثمانی په خبره، دا اندازه اوبه به په راتلونکی کې د ۱۰۰ زره هکتاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت ولری.
ښاغلی عثمانی زیاته کړه، د یوه توربین نصبولو پرته د کجکی بند توربین نصبولو چارې بشپړې شوې دی.
هغه وویل، د افغانستان دولت اساسی هدف دا دی چې د انرژۍ او زېربنا سکتور ته وده ورکړی.
د هغه په وینا، د افغانستان په ټولو برخو کې اړو خلکو ته د برېښنا رسولو لپاره له ۴ تر ۵ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
هغه له خصوصی شرکتونو وغوښتل چې اوسمهال د انرژۍ په برخه کې پانګونې ته لازم فرصت برابر شوی او له بلې خوا په دې برخه کې پانګونې ګټه ډېره ده.
د اوبو انرژۍ وزیر د کجکی برېښنا بند د پراختیا د لګښت په اړه معلومات ورنکړل، خو د دې وزارت ویاند عبدالبصیر عظیمی وړاندې بی بی سی ته ویلی و، د “۷۷ ساختمانی” شرکت چمتو دی چې په دې برخه کې ۱۷۰ میلیون ډالره پانګونه وکړی.
د ترکیې “۷۷ ساختمانی” شرکت رییس چې وړاندې یې له اوبو برېښنا وزارت سره هوکړه لیک لاسلیک کړی و، په دغو مراسمو کې وویل؛ نن دغه شرکت د کجکی برېښنا بند دویم توربین لګولو کار پیلوی چې ورسره به د برېښنا تولید ظرفیت له ۳۲ میګاواټو ۵۱ ته لوړ شی.
د کجکی برېښنا بند جوړول په ۱۳۳۲ کال کې پیل شو او لومړنی توربین یې په ۱۳۵۱ کال کې او بل یې په ۱۳۵۳ کال کې نصب شو، خو درېیم توربین یې څو کاله وړاندې ولګول شو.
اته کاله مخکې کله چې دې بند ته یو توربین ولېږدول شو، د لېږد امنیت ساتلو لپاره یې پنځه زره امریکایی او بریتانوی سرتېرو ونډه واخسته او په پنځو ورځو کې د لېږد په اوږدو کې یې د طالبانو ۲۰۰ غړی ووژل شول.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.