سیګار افغانستان کې د زرګونو خیالی پوځیانو په باب وضاحت وغوښت

گزارشگر:شنبه 17 میزان 1395 - ۱۶ میزان ۱۳۹۵

mandegar-3په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې یا سیګار د امریکا له دفاع وزارت یا پنټاګون څخه د افغان امنیتی ځواکونو په لیکو کې د لسګونو زره خیالی سرتېرو او پولیسو د راپورونو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.
ویل شوی چې د امریکا حکومت له ٢٠٠٢میلادی کال راهیسې د سخت دریځو وسله والو پرضد په مبارزه کې له افغان امنیتی ځواکونو سره د څه باندې ۶٨ ملیاردو ډالرو په اندازه مالی مرسته کړې ده.
د امریکا متحدو ایالتونو او د ناټو متحدانو د روان میلادی کال په لومړیو کې ژمنه وکړه چې لږ تر لږه تر ٢٠٢٠میلادی کاله پورې به د افغانستان پوځ او پولیسو ته په کال کې شا و خوا ۵ ملیارده ډالره برابروی.
خو د امریکا پر مرستو د څار ادارې یا سیګار مشر جان سوپکو په هغه لیک کې چې د امریکا دفاع وزارت ته یې لېږلى ویلی، د دغو پیسو یوه اندازه ښایی په درغلۍ سره پر هغو پوځیانو لګول شوی وی چې اصلاً د افغان قواوو په لیکو کې موجود نه وو.
ویل شوی چې دغه لیک په اګست میاشت کې لېږل شوى و، خو د جمعې په ورځ یې جزئیات په رسنیو کې خپاره شول.
په لیک کې ویل شوی، په ورکړل شویو ارقامو کې د افغان امنیتی ځواکونو شمېر زیات ښوول شوى، حال دا چې د هغوى اوسنى شمېر تر دې کم دى.
په پوځ او پولیسو کې خیالی سرتېری هغه دی، چې په حقیقت کې موجود نه وی، خو په نامه یې معاش اخیستل کېږی.
دا هغه څه دی چې د افغانستان دفاع وزارت یې نه منی، د دغه وزارت مرستیال ویاند برید جنرال محمد رادمنش ازادی راډیو ته وویل، دوى هڅه کوی د دغسې مواردو مخه ونیسی:
“په دفاع وزارت کې فکر نه کوم، دا مسئله موجوده وی، که وی هم موږ په دې برخه کې ډېر حساس یو، که داسې موارد پیدا شی دفاع وزیر او لوى درستیز په دې برخه کې جدی مبارزه کوی، کوښښ کوو د دغسې پېښو مخه ونیسو.”
د افغان امنیتی ځواکونو شمېر دا مهال درې لکه او شل زره ښوول شوى، خو ویل کېږی، امریکایی چارواکی فکر کوی د دوى اصلی رقم ښایی تر دې لا کم وی.
د افغان امنیتی ځواکونو یعنې اردو او پولیسو د شمېر په اړه د سیګار ادارې د مشر د لیک جزئیات په داسې حال کې خپرېږی چې افغان ځواکونه د افغانستان په شمال او جنوب کې له دولت ضد وسله والو سره په جګړه بوخت دی.
دوى، له دوشنبې راهیسې په کندوز کې له وسله والو طالبانو سره په پوځی مبارزه بوخت دی، په هلمند او فراه کې هم افغان ځواکونه په ورته مبارزه اخته دی.
په وروستaیو کې د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال اقا نور کینتور په وروستیو کې ویلی وو د هلمند د پولیسو په لس زره کسیزو تشکیلاتو کې ۵٠٠٠ تنه یې خیالی وو، چې معاشونه یې د ده په وینا تر کورنیو چارو وزارت پورې د ځینو کسانو جېبونو ته تلل.
د رویټرز اژانس په حواله د امریکا دفاع وزارت په افغان امنیتی ځواکونو کې د درغلۍ او اداری فساد د مخنیوی لپاره ځینې اقدامات کړی چې د پولیسو او سرتېرو لپاره یې بایوموټریک سیسټم ایجاد کړى دى.
خو په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې مشر جان سوپکو ویلی، دغسې سیسټم هغه وخت اغېزناک تمامېږی چې د افغان پوځیانو شمېر دقیق تثبیت شوى وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.