نوې کرښې سازمان: کندز ناامنیو کې د دې ولایت چارواکی ښکیل دی

گزارشگر:دوشنبه 19 میزان 1395 - ۱۸ میزان ۱۳۹۵

د نوې کرښې په نوم سازمان د کندز په نا امنیو کې د دغه ولایت والی او امنیتی مسؤلین ښکیل ګڼی او د دوی د لېرې کېدو غوښتنه کوی.
کندز کې د افغان ځواکونو او وسله‎‎والو طالبانو تر منځ د جګړې په پراخېدو سره د نوې کرښې په نوم سازمان د حکومت پر مشرانو انتقاد کوی چې د یادو ناامنیو پر وړاندې بې غوری کوی.
د نوې کرښې په نوم دغه سازمان د یکشنبې په ورځ په یوه خبری ناسته کې د یو پریکړه‎لیک په خپرولو سره وویل چې حکومت باید د کندز د دغې پېښې لپاره د حقیقت موندنې کمېسیون جوړ کړی.
د دغه سازمان یو غړی مهدی حقیار مبشر د غونډې پریکړه‎لیک په یوه برخه کې داسې وویل:
“مرکزی حکومت باید د کندز د خونړۍ پېښې د قربانیانو کورنیو ته باید ځواب ورکوونکی وی او یو بې طرفه حقیقت موندونکی کمېسیون وټاکی څو د دغې پېښې ریښې پیدا او د کندز هغه بې کفایته او سهل انګاره مسؤلین لکه د کندز والی او امنیتی مسؤلین د قانون منګلو ته وسپارل شی.”
کندز ته د ناامنیو د لاملونو د څېړلو په هدف د حقیقت موندونکی کمېسیون د لېږلو خبره په داسې حال کې کیږی چې تېرکال هم ورته یو کمېسیون د کندز ښار د سقوط او ناامنیو د څېړلو لپاره جوړ شوی و چې خپلې موندنې یې حکومت ته وسپارلې.
له بلې‎خوا په سېمه کې د ازادی راډیو خبریال وایی په کندز ښار کې د اوومې ورځې لپاره هم د افغان ځواکونو او وسله‎والو طالبانو ترمنځ جګړه دوام لری.
همدارنګه د کندز د عامې روغتیا رئیس وایی چې د دغه ښار حوزوی روغتون ته له تېرو شپږو ورځو جګړو څخه درې سوه ټپیان او درې جسدونه راوړل شوی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان متحد ملت ګوند سیاسی مشر محمد هارون بارکزی په دغه ناسته کې وویل، دوی داسې شواهد لری چې کندز یوازې د یو شمېر کسانو د معاملو قربانی شوی دی.
ښاغلی بارکزی زیاته کړه:
“کوم شواهد چې موږ لرو د کندز په قل اردو او امنیتی قومندانۍ کې معامله کېږی او فساد موجود دی.”
خو د افغانستان دفاع وزارت بیا په امنیتی ارګانونو کې د وظیفوی غفلت خبره ردوی.
د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیری په‎دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
“امنیتی مسؤل چارواکی هېڅکله په خپله پوسته، ولایت او ولسوالۍ معامله نه کوی، زموږ لپاره دښمن دښمن دی، زموږ لپاره چوکۍ اهمیت نه لری او یوازې د هېواد د امنیت لپاره کار کوو.”
ښاغلی وزیری همدارنګه وویل، که ثابته شی چې کندز کې امنیتی مسؤلینو په خپلو دندو کې غفلت کړی د قانون له مخې به ورسره چلند وشی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.