د کونړ والی: د کونړ دوشنبه جګړه کې ۴۷ وسله‌وال وژل شوی

گزارشگر:چهار شنبه 12 عقرب 1395 - ۱۱ عقرب ۱۳۹۵

mandegar-3د کونړ والی وایی، دغه ولایت کې د تېرې ورځې په نښتو کې له پنځوسو زیاتو وسله‌والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
وحیدالله کلیمزی نن سې شنبه په یوې خبری ناسته کې وویل چې تېره ورځ وسله‌والو مخالفینو د کونړ په مرکز او څلورو ولسوالیو ډله‌ییز بریدونه پیل کړی و چې ډېر زور یې په دانګام او مرکز اسعداباد کې و.
کلیمزی زیاته کړه چې په دواړو ځایونو کې افغان ځواکونه په دې بریالی شوی چې د مخالفینو بریدونه په شا وتمبوی او وسله‌والو ته درنه مرګ ژوبله واړوی.
نوموړی زیاته کړه:
“د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنانو د کونړ ولایت په مختلفو نقطو کې لکه د سرکاڼو، دانګام، اسمار، وټه پور او مرکز اسعداباد باندې هجومې بریدونه پیل کړل چې خوشبختانه زموږ قهرمانو ځواکونو په ډېره مېړانه ورته ځواب ورکړ او د هغوی پلان او بریدونه‌یې شنډ کړل، په دغې جګړه کې د وسله‌والو مخالفینو ۴۷ تنه وژل شوی او دولس‌یې ټپیان دی.”
والی د هغو شپږو طالبانو جسدونه او دوه نیول شوی وسله‌وال هم رسنیو ته وښودل چې تېره ورځ د مرکز اسعداباد اړوند د څاګې په ساحه کې په جګړه کې وژل شوی او نیول شوی و.
نوموړی زیاته کړه:
“شپږ جسدونه چې تاسو ولیدل په مرکز اسعداباد کې پاتې و، نهه جسدونه‌یې د دانګام په ولسوالۍ کې پراته دی، د مرکز اسعداباد اړوند د څاګې په سیمه کې نهه کسیز ګروپ و چې نهه تنه‌یې ووژل شول او دری یې ژوندی نیول شوی، وسلې یې هم تاسو ولیدلې، اوس هم زموږ په ولکه کې دی.”
هغه وویل د دانګام په جګړه کې درې دولتی سرتېری وژل شوی او شپږ ټپیان شوی او د ولایت په بېلابېلو سیمو کې د وسله‌والو مخالفینو لخه‌وا په راتوغول شویو هاوانونو کې اتلس ولسی وګړی ټپیان شوی.
نوموړی زیاته کړه:
“د وسله‌والو طالبانو په ړندو بریدونو کې د کونړ اتلس بې‌وزله او بې‌چاره خلک هم ټپیان شوی دی، د دانګام په جګړه کې درې افغان سرتېری شهیدان شوی او شپږ ټپیان دی، ټول ټپیان په وخت روغتون ته رسول شوی او ډاکټرانو یې د روغتیایی حالت په اړه ډاډه ښودلی دی.”
د څاګې جګړې په دوران کې هغه پلار او زوی هم د طالبانو له بند راتښتېدلی چې یوه نیمه میاشت وړاندې یې حکومت ته د جاسوسۍ په تور نیولی و.
شېر خان د خپل ځان او زوی د بندی کېدو او د راخوشې کېدو کیسه داسې بیان کړه:
“طالبان زما پر کور سهار وختی راغلل، زه او زما زوی یې حکومت ته د جاسوسۍ په تور ونیولو، غره ته‌یې بوتللو، په توره کوټه کې یې اچولی و، شپه او ورځ به‌یې وهلو او ایله دومره ډوډۍ به‌یې راکوله چې موږ پرې ژوندی پاتې شو، سترګې یې راته تړلې وې، په ځنځیرونو یې راته پښې او لاسونه تړلی و، نه‌پوهېږو چېرته یو، تېره ورځ طالبانو خپلو ملګرو ته مخابره کې وویل چې موږ په جګړه کې ګېر یو او بندیان پرېږدئ او زموږ کمک ته راشئ، هغوی موږ پسې دروازه بنده کړه او لاړل، کله چې لاړل موږ ځنځیرونه مات کړل او راوتښتېدو.”
د کونړ د ولایتی شورا رئیس حاجی جمال‌الدین سیار وایی، ولس د خپلو ځواکونو ملاتړی دی او تېره ورځ‌یې چې د وسله‌والو مخالینو سره کومه جګړه کړې دوی پرې ویاړی او همدا وجه وه چې تېر ماښام په مرکز اسعداباد کې د افغان ځواکونو په موټرو ګلان وشیندل شول.
هغه زیاته کړه:
“زموږ زړورو ځواکونو تېره ورځ په ډېره مېړانه او سرښندنه له خپلو مورچلو دفاع وکړه، موږ پرې ویاړو، زه ټولو افغان ځواکونو ته ډاډ ورکوم چې ولس ستاسو تر شا ولاړ دی، همدا ملاتړ و چې تېر ماښام‌یې د افغان سرتېرو په موټرو ګلان وشیندل او هغوی یې وستایل.”
طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره ورځ ادعا کړې وه چې د دانګام په جګړه کې یې درې پوستې نیولی، درې پوځی موټر یې ویجاړ کړی او ګڼو دولتی سرتېرو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.