دفاع وزارت د افغان پوځ لیکو کې د طالبانو د کسانو حضور رد کړ

گزارشگر:شنبه 15 عقرب 1395 - ۱۴ عقرب ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان دفاع وزارت د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې پر چارو د څارونکی امریکایی ادارې هغه راپور ناسم بولی چې وایی، د افغان ملی اردو په لیکو کې ۱۶ سلنه داسې کسان شته چې له وسله والو مخالفینو سره اړیکې لری.
دفاع وزارت وایی، د ملی اردو د جلب او جذب بهیر روښانه دی او د وسله وال پوځ په لیکو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ امکان نشته.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیری نن جمعه ازادی راډیو ته وویل چې استخباراتی او کشفی ارګانونه تل په دې هڅه کې دی چې د اردو په لیکو کې د مخالفینو د نفوذ مخه و نیسی.
وزیری دا رد کړه چې ګواکې د اردو په لیکو کې دی د طالبانو کسان حضور ولری:
“موږ د دې په هکله کاملاً چمتو یو، کار کوو او مخنیوی یې کوو تر څو هغه کسان چې له مخالفینو سره رابطه ولری، د ملی اردو لیکو ته لاره پیدا نه کړی، اما مسئله دا ده چې په افغانستان کې جګړه ده او د سیمې استخبارات کار کوی.”
د افغانستان د بیا رغاونې څارونکی امریکایی ادارې سیګار پخپل یوه راپور کې ویلی چې د احصایو له مخې د افغان ملی اردو په لیکو کې ۱۶ سلنه داسې کسان شته چې له وسله والو مخالفینو سره اړیکې لری.
سیګار وایی، د وسله والو د همدې نفوذی کسانو د حملو په نتیجه کې یوازی روان میلادی کال نهه امریکایی پوځی او ملکی وګړی په افغانستان کې وژل شوی او اولس نور ټپیان شوی دی.
دغه امریکایې څارونکی اداره زیاتوی چې روان کال د افغان ملی اردو په لیکو کې ۴۴ دا ډول خپل منځی حملې شوې چې پکې د ملی اردو ۱۲۰ سرتېری وژل شوی او ۱۷۰ تنه ټپیان دی.
سیګار وړاندی لیکی، کومه احصایه چې د روان ۲۰۱۶ کال په مارچ کې شوې ښیی چې ۱۶ سلنه دا کسان د دولت ضد عناصرو له خوا ملی اردو ته جذب شوی دی.
اخوا پوځی کارپوه عتیق الله امر خېل وایی، د سیګار ارقام دقیق نه دی خو د پوځ په لیکو کې د وسله والو د نفوذ امکان هم نه ردوی.
نوموړی زیاته کړه:
“طالب یو قوت دی لکه څرنګه چې موږ د دوی منځ کې له استخباراتی لحاظه کسان لرو دوی یې هم لری، راپورونه ورکوی، اما دا چې شپاړس سلنه دی، دا زه نه منم.”
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری بیا وایی، تر ډېره دا ډول حملې د هغو کسانو له خوا کېږی چې د ملی اردو له جامو استفاده کوی نه په خپله د ملی اردو د ځواکونو له خوا.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.