شریفی: حکومت دې د خبریالانو خوندیتوب لپاره جدی تدابیر ونیسی

گزارشگر:یک شنبه 16 عقرب 1395 - ۱۵ عقرب ۱۳۹۵

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه له حکومته غواړی چې د افغان خبریالانو د امنیت لپاره جدی تدابیر و نیسی.
یاده کمېټه وایی، که دا ستونزه حل نشی نو رسنۍ او د بیان ازادی به زیانمنه شی.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایی، خبریالان د جګړې په ښکېلو هیڅ یوې غاړې پورې اړه نه لری او باید ورباندې حمله و نه شی.
mandegar-3د دغې کمېټې مسؤل نجیب شریفی د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د افغان خبریالانو امنیت تر پخوا ډېر خراب شوی دی او باید جدی تدابیر ورته و نیول شی.
نوموړی زیاته کړه:
“موږ ډېر اندېښمن، خو هیله من یو چې مسؤلین په دې برخه کې جدی تدابیر و نیسی که نه نو د بیان ازادی چې د تېرو پنځلسو کلونو تر ټولو ستره لاسته راوړنه ده، دا به له منځه ولاړه شی.”
نوموړی زیاتوی چې د رسنیو مسؤلین هم کله چې خبریالان نا امنه سیمو ته لېږی، هغوی ته باید لازمې زده کړې ورکړی او حفاظتی وسایل ورته برابر کړی.
د خبریالانو له نا خوندیتوبه په داسې حال کې اندېښنې را پیدا شوی چې د جمعې په ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د نعمت الله زهیر په نوم د یوه خبریال موټر پر ماین برابر شو او هغه پکې ووژل شو.
ولسمشر اشرف غنی، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د بې پولې خبریالانو ټولنې، کابل پرس کلب او د خبریالانو د حقونو لپاره فعالو بنسټونو دا پېښه و غندله.
په همدې حال کې د هلمند د خبریالانو د ټولنې رئیس زین الله ستانکزی وایی، په دغه ولایت کې خبریالان له ډول ډول ګواښونو سره مخ دی.
نوموړی زیاته کړه:
“په هلمند کې د خبریالانو وضعیت ښه نه دی او په مجموع کې دوی او کورنۍ یې تر فشار لاندی دی، په تېرو اتو کلونو کې دا د مطبوعاتو د کورنۍ پنځم کس دی چې په هلمند کې شهید کېږی.”
دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولې میاشتې په ۱۷مه د امریکا د ملی راډیو “NPR” سابقه لرونکی خبریال ډیویډ ګیلکی او بل افغان خبریال ذبیح الله تمنا د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې له دوو نورو کسانو سره د طالبانو په یو برید کې ووژل شول.
له دې مخکې په زابل کې هم د ملی ټلویزیون خبریال محمد یعقوب شرافت د نا معلومو وسله والو له خوا ووژل شو.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې سږ کال د افغان خبریالانو لپاره خونړی بللی او وایی چې د همدې کال په جریان کې ۱۲ خبریالان په افغانستان کې وژل شوی دی.
اخوا د کورنیو چارو وزارت د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د هڅو خبره کوی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادی راډیو ته وویل چې په همدې هدف په دې وروستیو کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د همغږۍ دفترونه په مرکز او ولایتونو کې جوړ شول.
نوموړی زیاته کړه:
“ولسمشر د خبریالانو د خوندیتوب او د هغوی ستونزو ته د رسیدګۍ په هدف سپارښتنې وکړې، موږ د افغانستان د ولایتونو په کچه د همغږۍ دفترونه جوړ کړل، دغه دفترونه دنده لری چې ګواښونو ته په کتو یو سم ځای د رسنیو له ټولو امکاناتو سره دوی ته برابر کړی چې له نېکه مرغه دې کار ښه نتیجه هم ورکړې ده.”
خبریالانو ته د دولت د بې پامۍ تر څنګ وسله وال طالبان هم په زیاتو مواردو کې د خبریالانو پر وړاندې په تاوتریخوالی تورن دی.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادی راډیو ته وویل چې په ځینو مواردو کې د خبریالانو پر وړاندې ناڅاپی پېښې کېږی او په خبره یې چې دوی هیڅ کله خبریالان قصداً نه په نښه کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.