د کابل امنیه قوماندانی: د تښتول شوې اسټرالیایی مېرمنې د خوشې کېدو هڅې روانې دی

گزارشگر:دوشنبه 17 عقرب 1395 - ۱۶ عقرب ۱۳۹۵

د کابل امنیه قوماندانی وایی چې کابل ښار کې د یوې بهرنۍ مېرمنې د تښتولو د څرنګوالی په اړه هڅې روانې دی او له هغو امنیتی مسؤلانو سره به جدی چلند کېږی چې په دې برخه کې یې بې‌غوری کړې وی.
د کابل امنیتی مسؤلان وایی، هڅه کوی دغه پاکستانی‎الاصله اسټرالیایی مېرمن د تښتوونکو له منګولو وژغوری او عاملین‌یې قانون ته وسپاری.
mandegar-3د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمی د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دغه مېرمن چې له یوې بهرنۍ مؤسسې سره‌یې کار کاوه د کابل ښار لسمه حوزه کې د نامعلومو وسله‎والو له لوری تښتول شوې ده.
ښاغلی رحیمی زیاته کړه:
“داسې واقعات تر ډېره جدی څېړل کېږی، کله چې دا واقع شوی زموږ یو مشخص مسلکی ټیم پر همدې بوخت دی څو یې پیدا کړی او څوک په‎کې پړه دی. که کوم څوک مقصر وپېژندل شی په اړه به‌یې پریکړه کېږی او که تخنیکې ستونزه وی د حل لپاره به‌یې کار کېږی.”
امنیتی مسؤلان وایی چې دغه مېرمن فرح‌شاه نومېږی او د شنبې ماښام د کابل د لسمې حوزې اړوند قلعه فتح‎الله سیمه کې د دوو وسله‎والو کسانو له‎خوا چې ملکی جامې یې په تن وې تښتول شوې ده.
د دوی په وینا دغې پاکستانی‎الاصله مېرمن چې وړاندې له دې افغانی‌الاصله بلل شوې وه له اکبر مؤسسې سره کار کاوه او له هغې سیمې څخه تښتول شوې چې څو میاشتې وړاندې یوه هندۍ مېرمن هم برمته شوې وه.
په نېږدې یو کال کې د بهرنیو مرستندویه مؤسسو څو تنه کارکوونکی یوازې په کابل ښار کې تښتول شوی دی.
له دې مخکې هم په کابل ښار کې ورته پېښې رامنځته شوی دی.
څو میاشتې وړاندې یوه هندۍ مېرمن چې له یوې مرستندویه مؤسسې سره‌یې کار کاوه د کابل ښار په لسمه حوزه کې د ناپېژنده وسله‎والو له لوری وتښتول شوه خو له یوې مودې وروسته خوشې کړای شوه.
د دغه وضعیت دوام په افغانستان کې ځینې بهرنۍ مؤسسې او د یادو مؤسسو بهرنی کارکوونکی اندېښمن کړی دی.
په ورته وخت کې د ولسی جرګې د کورنی امنیت کمېسیون غړی عبدالحی اخندزاده وایی، افغانستان کې د بهرنیانو تښتول کولای شی په دغه هېواد کې د مرستندویه مؤسسو پر چارو او فعالیتونو منفی اغېز وکړی.
دی وایی:
“دا چې بهرنی وګړی افغانستان کې تښتول کېږی دا وضعیت د افغانستان پر اقتصادی او سیاسی وضعیت منفی اغېز کوی او سربېره پر دې پر هغو مرستو هم اغېزه کوی چې موږ ورته اړتیا لرو نو ځکه باید په دې اړه جدی اقدام وشی.”
د کابل امنیتی مسؤلان ټینګار کوی چې ښار کې جدی امنیتی تدابیر نیول شوی خو وایی چې بهرنی اتباع باید د شپې له‎خوا د ګرځېدو په صورت کې امنیتی ځواکونه په جریان کې پرېږدی.

خو د کابل اوسېدونکی امنیتی وضعیت د اندېښنې وړ بولی او تل‌یې په ښار کې د غیر مسؤله وسله‎والو له حضوره، تښتونې، وژنې او له ورته نورو پېښو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.