وردګ: د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شوی خو بڼه یې ناوړه شوې

گزارشگر:دوشنبه 24 عقرب 1395 - ۲۳ عقرب ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د ښځو چارو وزارت، د ښځو پر وړاندې د زورزیاتی د منع د نړیوالې ورځې په مناسبت شپاړس ورځنی کمپاین پیل کړ.
د دې وزارت مسؤلین وایی، د کمپاین په ورځو کې به خلکو ته د ښځو د حقونو په اړه په مرکز او ولایتونو کې د عامه پوهاوی پروګرامونه جاری وی.
د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د یکشنبې په ورځ د ښځو پر وړاندې د زورزیاتی د منع د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړې غونډه کې وویل چې د ښځو پروړاندې د زورزیاتی پېښې د تېرکال په نسبت کمې شوی، خو بڼه یې ناوړه او قهرجنه شوې ده.
نوموړې زیاته کړه:
“زورزیاتی ډېر نه بلکې کچه یې ټیټه شوې ده، خلک او ښځې توانېدلی چې عدالت وغواړی او پېښې له ارګانونو او رسنیو سره شریکې کړی، د همدې له امله موږ دروان کال په لومړیو دریو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۶۰۰ قضیې لرلې، په دې شمېرې خوښ نه یو، هڅې کوو چې کمې یې کړو او له مینځه یې یوسو.”
د ښځو چارو وزارت د ښځو پروړاندې د زورزیاتی د منع د نړیوالې ورځې په مناسبت په همدې ورځ په مرکز او ولایتونو کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په مقصد، د عامه پوهاوی شپاړس ورځنی کمپاین پیل کړ.
یاد وزارت وایی، په زوره او کم عمر کې د نجونو ودول، په بدو کې د دوی ورکول، ښځې او نجونې شاقه کارونو ته اړایستل، د دوی وهل ټکول، له زده کړو بې برخې کول او داسې نور هغه څه دی چې د هېواد په ځینو سیمو کې، ښځې او نجونې ورسره مخ دی.
د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون هم وایی چې د دوی مرکزی او ولایتی دفترونه هرکال له ښځو سره د زورزیاتی په سلګونو قضیې ثبتوی او راپور یې د حکومت اړوندو ارګانونو ته سپاری.
د ښځو چارو د وزارت مرستیالې مېرمن وردګ، د ښځو د حقونو د پیژندګلوی لپاره د دینې عالمانو تبلیغات غوره وګڼل او د حج او اوقافو له وزارت څخه یې هیله یې وکړه چې دینی عالمانو ته دنده و سپاری چې د ښځو حقونه د اسلام د احکامو له مخې خلکوته تشریح کړی.
د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعی الحق عابد ژمنه وکړه چې د دې کمپاین له پرمخ بیولو سره پوره مرسته وکړی.
نوموړی زیاته کړه:
“د ښځو پروړاندې زورزیاتی د اسلام له نظره حرام دی، د حج او اوقافو وزارت د دینې مسؤلیت له مخې چې لری یې، هڅه کوو چې د دینې عالمانو له لارې دغه ستونزه کمه کړو.”
د نظیفی جلالی په نامه یوې پیغلې له ازادی راډیو سره په خبرو کې له ښځو سره تاوتریخوالی وغانده او داعمل یې د بشری، اسلامی او مدنی قوانینو او اصولو خلاف وګاڼه.
مسؤلینو له ښځو سره د زورزیاتی لاملونه له قانون څخه د خلکو بې خبری، د ټولنې او کورنیو ځینې ناوړه دودونه، بېوزلی او داسې نورې ناوخوالې په ګوته کړې.
سره له دې چې حکومت او د ښځو د حقونو په لسګونو کورنۍ او بهرنۍ ملاتړې موسسې په دې برخه کې فعالیت کوی، خو بیاهم په ځینو ځایونو کې د ښځو پروړاندې د زور زیاتی ځینې بوږنوونکې پېښې تکرارېږی.
افغان چارواکی وایی، د ښځو د حقونو خوندیتوب د دوی په لومړیتوبونو کې دی.
د همدې هڅې په لړ کې تېره اوونۍ ولسی جرګې د ښځو پروړاندې د منع قانون تصویب کړ.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.