د افغانستان دولتی ادارو ترمنځ “ښځو سره د زورزیاتی ختمولو کمپاین” هوکړه لیک لاسلیک شو

گزارشگر:شنبه 6 قوس 1395 - ۰۵ قوس ۱۳۹۵

mandegar-3پنجشنبه (قوس/لیدۍ ۴مه) د افغانستان د دولتی ادارو ترمنځ د “ښځو پروړاندې د تاوتریخوالی لمنځه وړلو کمپاین” هوکړه لیک لاسلیک شو.
د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدی په دغه غونډه کې چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه وویل؛ ددې هوکړه لیک هدف د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالی کمول او ددې ستونزې لمنځه وړلو لپاره د اړوندو ادارو ترمنځ د همکارۍ لارو چارو لټه ده.
دغه هوکړه لیک د لویې څارنوالۍ، روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو او محلی ارګانونو ترمنځ لاسلیک شو.
ښاغلی حمیدی وویل؛ افغانستان کې ثبت شوې شمېرې ښیی چې ښځو سره تاوتریخوالی یوه ملی ستونزه ده.
هغه زیاته کړه؛ ددې ستونزې د لمنځه وړلو لپاره د دولت لخوا جدی هوډ او د نړیوالې ټولنې لخوا لازمې همکارۍ ته اړتیا ده.
خو د افغانستان لوی څارنوال ټینګار وکړ چې ښځو سره تاوتریخوالی کوونکو سره یوازې جزایی او قضایی اجراات نشی کولی د تاوتریخوالی په کمولو کې اغېزناک ثابت شی او باید قضایی، فرهنګی، اقتصادی او ټولنیز تدابیر په پام کې ونیول شی.
د هغه په وینا، کومې هوکړې چې نن د دولتی ادارو ترمنځ لاسلیک شوې، دغه هدف ته رسېدو ته لاره هواروی.
نوې رسمی شمېرې له ښځو سره د تاوتریخوالی ډېرېدو ښکارندوی دی.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت ویلی؛ د روان کال په اتو لومړیو میاشتو کې په ټول هېواد کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالی ۴۰۰۰ پېښې ثبتې شوې دی.
وهل ډبول، اجباری ودونه، وژنې، په بدو کې د نجونو ودول، او د زورزیاتی له امله له کوره تېښته افغانستان کې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالو له ډلې دی.
تېره ورځ د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالی لمنځه وړلو ورځ ولمانځل شوه.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غنی د تېرې ورځې په مراسمو کې وویل؛ د امن خونې به تردې وروسته د دولت له مالی ملاتړ څخه برخمنې شی او په مجازاتی نظام کې به هم ښځو ته تخفیف په پام کې ونیول شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.