ولسمشر غنی په دوه ورځنی رسمی سفر متحده عربی اماراتو ته ولاړ

گزارشگر:شنبه 13 قوس 1395 - ۱۲ قوس ۱۳۹۵

mandegar-3افغان ولسمشر محمد اشرف غنی د جمعې په ورځ په دوه ورځنی سفر د عربی متحده اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته روان شو.
جمهوری ریاست وایی چې افغان ولسمشر به د متحده عربی اماراتو له چارواکو سره پر دوه خیزو اړیکو سره بېره د افغانستان او سیمې پر حالاتو هم خبرې وکړی.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د افغان او اماراتو مشرانو دوه اړخیزې خبرې تر ډېره پر اقتصادی مسایلو راڅرخی.
نوموړی زیاته کړه:
“د افغانستان ولسمشر نن د یوه لوړ رتبه پلاوی په ملتیا د متحده عربی اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته ولاړ، ولسشمر به د خپل سفر په جریان کې د متحده عربی اماراتو له چاراکو سره د افغانسان او متحده اماراتو په اړیکو په ځانګړې توګه په سوداګریزو او اقتصادی اړیکو خبرې وکړی.”
ښاغلی مینه پال زیاتوی چې افغان ولسمشر به” تر ګواښ لاندې فرهنګی میراثونو ملاتړ” کنفرانس کې پر ګډون سر بېره د متحده عربی اماراتو د خپلواکۍ د ملی ورځې په ۴۵مې کلیزې جشن کې هم ګډون وکړی.
دواخان مینه پال وایی، محمد اشرف غنی به د ګردې نړۍ په ځانګړې توګه د اسلامی نړۍ فرهنګی میراثونو ته د ورپېښو ګواښونو په اړه هم وینا وکړی.
له ولسمشر سره په دغه دوه ورځنی سفر کې د ولسی جرګې له خوا سلب صلاحیت شوی د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی، د چارو ادارې عمومی رئیس عبدالسلام رحیمی، د جمهوری ریاست سلاکار اجمل غنی او د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوری ملتیا کوی.
د سیاسی چارو افغان کارپوهان متحده عربی اماراتو ته د افغان ولسمشر د سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره د هغه خبرو ته خوشبین دی.
د کابل پوهنتون استاد ودیر صافی وایی، متحده عربی امارات یو پیاوړی اقتصادی دولت دی، نو کولای شی د اقتصادی مسایلو ترڅنګ د افغان سولې په قضیه کې ګټور نقش ادا کړی.
نوموړی زیاته کړه:
“د خلیج هېوادونه د نړیوالې سوداګرۍ اقتصادی او تخنیکی مرکز ګرځېدلی، که اړیکې ښې وی او متحده عربی امارات وغواړی د افغانستان په سوله کې مهم نقش درلودلای شی، ځکه سیاست اقتصاد ټاکی.”
ښاغلی صافی زیاتوی دا چې زیات افغانان د متحده عربی اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او نورو ښارونو کې په مزدورۍ بوخت دی هغه ستونزې چې افغانانو ته د کار په جریان کې ورپېښې دی، د دا ډول سفرونو په اوږدو کې حل کېدای شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.