حامد کرزی: ګاونډیو ته د بهېدونکو اوبو پر سر بحث د افغانانو بشری حق دی

گزارشگر:یک شنبه 5 جدی 1395 - ۰۴ جدی ۱۳۹۵

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایی چې د ډېورنډ کرښې او ګاونډیو هېوادونو ته د بهېدونکو اوبو پر سر بحث د افغانانو بشری حق دی او کوم هېواد باید ترې خفه نشی.
نوموړی وایی، د هېواد د پولو په تېره بیا د ډېورنډ کرښې او اوبو څخه افغانانو زیاتې ستونزې لیدلې دی.
mandegar-3ښاغلی کرزی د شنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل، په دې اړه بحث د افغانانو انسانی حق دی نو ځکه هیله لری چې ګاونډی هېوادونه هم له افغانستان سره تفاهم ولری.
هغه د افغانستان نوین مطالعاتی او څیړنیز مرکز پرانېست غونډې ته چې د افغانستان د پولو او اوبو په اړه څېړنې کوی وویل، له پاکستان نه غواړی چې د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانو دریځ درک کړی.
نوموړی زیاته کړه:
“هغه وخت چې پر افغانستان دا کرښه تحمیل شوه پاکستان موجود نه و، نو په دې برخه کې د پاکستان له حکومت څخه ګیله نه لرو، ولې د انګلیس حکومت د ځای ناستی په حیث له هغوی غواړو دا موضوع چې افغانستان په رسمیت نه ده پېژندلې درک کړی، دا د پاکستان سره د دښمنی په معنی نه ده، هیله لرو چې پاکستان په دې پوه شی چې ډیورنډ کرښه پر افغانانو د انګلیس له خوا په زور تحمل شوې او د سیمې خلک یې سره بیل کړی دی.”
ښاغلی کرزی وایی، په هېواد کې د ننه له اوبو څخه د استفادې د څرنګوالی په اړه هم باید ګاونډی هېوادونه له افغانستان سره تفاهم ولری او پوه شی چې افغانان د یوه ملت په حیث د پرمختګ حق لری.
د افغانستان نوین مطالعاتی او څېړنیز مرکز چې نوی یې په کار پیل وکړ، هدف یې د منطقی او معقول څېړنیز سیسټم له لارې د بېلابېلو ارګانونو سره د هېواد د سرحدونو او اوبو ستونزو لپاره د حل لارو موندل او په اړه یې عامه پوهاوی ډېرول دی.
چارواکو هم له دې وړاندې په دې اړه ویلی چې پر ډېورنډ کرښه باندې بحث د حکومت نه بلکې د ملت صلاحیت دی او د شته پولو ټینګه ساتنه کوی.
د اوبو په اړه بیا جمهور رئیس غنی په هېواد کې د ننه د څه باندې شلو بندونو د جوړېدو ویلی و او ټینګار یې کړی و چې ګاونډیو هېوادونو ته به د هېواد اوبه نورې هسې بې ارزښته تویې نشی.
د افغانستان نوین مطالعاتی او څېړنیز مرکز مشر عبدالله هېواد وایی چې د افغانستان د ۷۶ کیلومتره پولو څخه پرته نورې یې پخوانیو استعماری هېوادونو ټاکلی او د هېواد ۵۸ ملیارده متر مکعب اوبه په وړیا ډول ګاونډیو هېوادونو ته بهېږی.
ښاغلی عبدالله وایی چې که د ګاونډیو هېوادونو سره د پولو او اوبو موضوعات حل نه شی افغانستان به کله هم له اوسنی وضعیته ونه وځی.
نوموړی زیاته کړه:
“که موږ له ایران، پاکستان او نورو ګاونډیو سره د پولو او اوبو ستونزې حل نه کړو په همدې وضعیت کې همداسې پاتې کېږو، نو ځکه زموږ هیله دا ده چې د دې موضوعاتو د دایمی حل لپاره کار وشی او دا موضوع په نړیوالو کنفرانسونو کې هم یاده شی.”
هغه وایی چې که ګاونډیو هېوادونو ته بهیدونکی اوبه د اوسنیو قوانیونو له مخې حساب شی افغانستان هر کال له پاکستان او ایران څخه تر سل ملیارده ډالرو زیات عاید تر لاسه کولای شی.
له دې سره د دغو ادعاوو یو ملاتړی او د افغان ملت ګوند مشر ستانه ګل شیرزاد وایی چې په هېواد کې د شته ستونزو په تېره بیا د سرحدی شخړو او اوبو د مدیریت لپاره د روڼ اندو او پوهانو راټولول ځکه هم اړین دی چې دا وخت هېواد له مهمو پړاوونو تېرېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.