د بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان ادعا بې اساسه او هېڅ ثبوت نه لری

گزارشگر:یک شنبه 26 جدی 1395 - ۲۵ جدی ۱۳۹۵

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعا چې ګواکې ځینی بهرنی قوتونه د افغانستان خاوره د دوی پرضد کاروی له واقعیت څخه لرې بولی.
د دغه وزارت ویاند احمد شکییب مستغنی د شنبې په ورځ له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل چې پاکستان تر اوسه هېڅ ډول داسې ثبوت نه دی mandegar-3وړاندې کړی چې ګواکې د افغانستان خاوره یې پرضد کارول کېږی.
د ښاغلی مستغنی په خبره دا یو واقعیت دی چې وسله وال له پولې اخوا خوندی پټن ځایونه لری او له هماغه ځایه یې د افغانستان امنیت ګډوډ کړی دی.
نوموړی زیاته کړه:
“که څه هم څوځلې دا ډول ادعا وې شوی خو پاکستانی لوری حتا یو ځل هم د خپلې ادعا په اړه مثال او ثبوت نه دی وړاندی کړی.”
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر هغې وروسته دا څرګندونې کوی چې تازه د امریکا دفاع وزارت لپاره نوماند جیمزماټیس هم په پاکستان کې د بېلابېلو وسله والو ډلو موجودیت د اندېښنې وړ موضوع بللې ده.
ښاغلی ماټیس تېره ورځ د امریکا مشرانو جرګې ته په خبرو کې ویلی چې په پاکستان کې د وسله والو د خوندی پټن ځایونو موجودیت افغان ځواکونه له ننګونو سره مخ کړی او که دی د دفاع وزیر په توګه وټاکل شی نو پر پاکستان به فشار راوړی څو په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې لمنځه یوسی.
له دې ټولو سره ـ سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د یویې اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې په افغانستان کې د امنیتی وضعیت د خرابېدو پړه باید پر نورو وانه چول شی.
په اعلامیې کې همدا راز ادعا شوې چې ځینې بهرنی قوتونه د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاروی هغه ادعا چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لورې بې بنسټه بلل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په کندهار کې تر هغه برید وروسته چې د کندهار د یو شمېر سیمه ییزو چارواکو سربېره بهرنیو ډیپلوماټانو ته هم پکې مرګ ژوبله واوښته د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وویل چې یاد برید له پولې اخوا د حقانی شبکې له لورې پلان شوی وو.
په همدې تړاو د جمعې په ورځ د کابل ښار په لسګونو اوسېدونکو او د زرغون بهیر په نوم د یو بنسټ غړیو هم د پاکستان د سفارت پر وړاندې مظاهره وکړه او له افغان حکومت څخه یې وغوښتل چې په کابل کې د هغه هېواد سفارت وتړی.
په ورته وخت کې د نړیوالو چارو کارپوه انتظار خادم بیا د پاکستان دا ادعا چې ګواکې د افغانستان خاوره یې پرضد کارېږی د هغه هېواد د پروپاګنډ یوه برخه بولی وایی چې پاکستان غواړی په دې ډول ځان د ترهګرۍ قربانی وښیی.
د ښاغلی خادم په خبره ښه به وی چې پاکستانیان له دې وروسته د ناسمو تبلیغاتو پرځای د افغانستان د سولې په برخه کې رېښتنې همکاری وکړی.
نوموړی زیاته کړه:

“په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان جوړښت او حکومت په داسې وضعیت کې نه دی چې پر بل چا حمله وکړی، که افغانستان حد اقل د دې توان پیدا کړی چې ځان د ترور له خطره وساتی هم لویه خبره به وی، دا یوه بې بنسټه ادعا ده او پاکستان باید نور د نړیوالو اذهان مخشوش نه کړی.”
د نړیوالو چارو یو بل کارپوه حمید عزیزی بیا وایی، دا چې افغانستان عملاً د ده په خبره د پاکستان له لوری له نا اعلان شوې جګړې سره مخامخ دی ښه به وی چې افغان حکومت له ډیپلوماټیکو لارو پر هغه هېواد فشار راوړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.