له جرمنی ایستل شوی ۲۶ افغانان کابل ته راورسېدل

گزارشگر:چهار شنبه 6 دلو 1395 - ۰۵ دلو ۱۳۹۵

له جرمنی څخه ایستل شوی کسان پرون سهار په جرمنی کې له خپل استوګن‌ځای څخه د پولیسو په حضور کې فرانکفورټ هوایی ډګر ته او له هغه ځایه په الوتکه کې سپاره شول او افغانستان ته راولېږل شول.
شل کلن ارش الکوزی له دغو ۲۶ کسانو څخه یو دی چې له جرمنی را ایستل شوی دی.
mandegar-3دی وایی:
“د سهار څلور بجې وې، بیده وم چې پولیس راغلل او زه‌یې ونیولم.”
ارش چې پنځه کاله په جرمنی کې وو، وایی:
“له افغانستانه ځکه راغلم چې هلته راته د کار زمینه نه‌وه او راتلونکی مې نه‌وو معلوم. اوس نه‌پوهېږم څه وکړم.”
منظور پارسا یو بل ۳۴ کلن ځوان له کندز ولایته جرمنی ته تللی وو او په دغو ۲۶ کسانو کې له جرمنی را ایستل شوی دی.
دی وایی:
“له هر را ایستل شوی پناه غوښتونکی سره لږ تر لږه دوه جرمنی پولیس وو.”
منظور وایی:
“بلغاریایی مېرمن مې د اوو میاشتو حامله ده او پولیس مې پرون کور ته راغلل او ماته‌یې دومره وخت رانه‌کړ چې خپل مدافع وکیل ته ټیلیفون وکړم. زه به ارام نه‌کېنم، زه به ډېر ژر د جرمنی سفارت ته ورشم.”
منظور همداراز وویل چې د جرمنی سفارت له‌خوا د ده د دوسیې له ردېدو وروسته به هم دغه هېواد ته بېرته ځی.
منظور پارسا له ۲۰۱۰ میلادی کال راهیسې په جرمنی کې اوسېده او په یوه هوټل کې یې د ګارسون دنده درلوده.
د جرمنی پولیسو ورته ویلی وو چې مېرمن او کوچنی یې په جرمنی کې دی او له همدې کبله کولای شی بېرته دغه هېواد ته ولاړ شی خو په کابل کې د جرمنی د سفارت له لارې دا کار کولای شی.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مخکې ویلی دی چې شاوخوا ۱۰ زره افغانان تېر کال په خپله خوښه بېرته هېواد ته راستانه شول چې په‌کې درې زره‌یې له جرمنی څخه وو.
له جرمنی څخه ۳۴ نور افغان پناه غوښتونکی په ډسمبر میاشت کې را وایستل شول او افغانستان ته انتقال شول.
جرمنی په ۲۰۱۵م کال کې شااوخوا ۸۹۰ زره کډوالو ته دغه هیواد ته د ننوتلو اجازه ورکړه چې په دغه هېواد کې یې پراخې اندېښنې راوپارولې.
د همدې موضوع له کبله په جرمنی کې ښی اړخی ګوند «ای. اېف. ډی» یا د جرمنی لپاره بل انتخاب ګوند ملاتړ ډېر شو.
د جرمنی د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر په اکټوبر میاشت کې وویل، په ډله‌ییزه توګه د پناه غوښتونکو د ایستلو هدف افغانانو ته یو پیغام ورکول دی، چې جرمنی یوازی یوه کوچنۍ ډله کډوال منی.
د جرمنی د کورنیو چارو وزارت په وینا، شااوخوا ۱۱۹۰۰ افغانان چې د پناه غوښتنه‌یې رد شوې، اوس‌مهال په جرمنی کې دی.
د دې وزارت په وینا، شااوخوا ۱۰۳۰۰ کسانو ته‌یې په دغه هیواد کې د اوسېدو اجازه ورکړې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.