نړیواله ټولنه دې د کډوالو چاروکې افغانستان سره مرسته وکړی

گزارشگر:شنبه 9 دلو 1395 - ۰۸ دلو ۱۳۹۵

mandegar-3د پیسو نړیوال صندوق «IMF»وایی، نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د راستنېدونکو او کورنیو بېځایه شویو کډوالو د ځای پرځای کولو په چارو کې مرسته وکړی.
د راپورونو له مخې په ۲۰۱۶ کال کې شااوخوا اووه لکه کډوال له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه شول او کارپوهان اټکل کوی چې په راتلونکو اتلسو میاشتو کې ښایی دوه نیم میلیون نور افغان کډوال هم خپل هېواد ته ستانه شی.
د پیسو نړیوال صندوق اټکل کوی چې دا شمېره به د افغانستان پر درې دېرش میلیونه وګړو نور په سلو کې لس هم زیات کړی.
د ملګرو ملتونو د احصاییې له مخې افغانستان له سوریې وروسته تر ټولو زیات کډوال او کورنی بېځایه شوی خلک لری.
«IMF» په یوه راپور کې چې پرون خپور شو ویلی دی چې پرو سږ کال د جګړو د پراخېدو له کبله په افغانستان کې د کورنیو بېځایه شویو پر شمېر نږدې یو میلیون نور کسان زیات شوی او زیاتوی چې د کورنیو بېځایه شویو ستونزه وضعیت نورهم پېچلی کوی.
«IMF» وایی، په افغانستان کې د وزګارتیا او څو لسیزو جګړو له کبله د کورنیو بېځایه شویو کچه هسې هم لوړه ده نو ځکه نړیواله ټولنه له دې ستونزې سره د مقابلې لپاره باید له افغانستان سره مالی مرسته وکړی.
د پیسو نړیوال صندوق د تېر کال له دوبی راهیسې د افغان حکومت د اصلاحاتو له پروګرام سره مالی مرسته کوی.
د دې مالی مرستې په ترڅ کې له افغانستان سره د درېیو کلونو په ترڅ کې ۴۵ میلیون ډالره مرسته کېږی.
د دې پروګرام له مخې راستنېدونکو ته د کاروبار لپاره په لږ ګټه اوږد مهالی پورونه ورکول کېږی.
د پیسو نړیوال صندوق وایی، اوس مهال افغان حکومت هر راستنېدونکی کډوال ته ۴۰۰ ډالره مرسته ورکوی خو له ځینو بیوزلو کورنیو سره د اړتیا وړ موادو مرسته هم کېږی.
«IMF» خبرداری ورکوی چې که له افغانانو سره بشری او اقتصادی مرستې ونشی نو ښایی افغانستان چې هسې هم له امنیتی او ټولنیزو ستونزو سره لاس ګرېوان دی له نویو لانجو سره مخامخ شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.