د پوهنې وزارت: د کارمندانو کمبود د پوهنې وزارت کارونه ستونزو سره مخ کړی

گزارشگر:یک شنبه 10 دلو 1395 - ۰۹ دلو ۱۳۹۵

د افغانستان د پوهنې وزارت وایی، د بستونو د نه منظورېدو له امله د دې وزارت اړوند چارې له ستونزو سره مخ شوی دی.
د پوهنې وزارت چارواکی وایی چې له درېیو کلونو راهیسې یې دوه څلویښت زره بستونه نه منظورېږی او دې کار د دې وزارت اړوندې چارې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړی.
mandegar-3د یاد وزارت سرپرست اسدالله محقق جهانی له ازادی راډیو سره په یوې ځانګړی مرکې کې وویل چې د ښوونې او روزنې اړوند ډېرې ستونزې د کافی تشکیلاتو د نشتوالی له امله دی او وایی چې په دې اړه یې بیا بیا غوښتنو ته پام نه دی شوی.
ښاغلی جهانی وایی چې د پوهنې په وزارت کې د اړتیا وړ بستونو له جملې څخه ۱۶ زره یې خورا مهم دی چې باید هرو مرو منظور شی.
نوموړی زیاته کړه:
“موږ د سږ کال لپاره لږ تر لږه ۱۶ زره بستونو ته اشد ضرورت لرو، موږ ډېر ځله وړاندیز کړی چې د پوهنې وزارت غم وخوری، خو درې کاله کېږی چې د مالیې وزارت او دولت موږ ته یو بست نه دی منظور کړی، ځکه که بست نه وی نه مامور شته، نه ښوونکی شته او نه کیفیت شته چې دا کارونه طبعاً ستونزې ډېروی.”
د یاد وزارت چارواکی وایی چې په دې بستونو کې د ښوونکو څخه نیولې د وزارت او ریاستونو تر مامورینو پورې شامل دی.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال د حکومت د ملکی مامورینو تر ټولو ډېره برخه یعنې ۶۷سلنه د دغه وزارت مامورین تشکیلوی.
په غه وزارت کې د تشکیلاتو پراختیا ته اړتیا داسې وخت بیانېږی چې ورسره هم مهاله د ګڼو خلکو د بې کارۍ مسئله هم مطرح ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی وایی چې دا مهال د هغو کسانو شمېر یو اعشاریه نهه میلیونه تنو ته رسېږی چې د کار وړ، خو د ده په خبره په مطلق ډول بېکاره دی.
نوموړی زیاته کړه:
“دا وخت د مطلقه بېکاره کسانو شمېره تقریباً ۱.۹ میلیونه کسانو ته رسېږی او په همدې ډول ۱.۴ میلیونه نور کسان نیمه بېکاره دی.”
له دې وړاندې د پوهنې وزارت اړوند د خیالی بستونو، خیالی ښوونکو او زده کوونکو په اړه راپورونه هم خپاره شوی، خو د وزارت سرپرست محقق جهانی دا موضوعات ردوی.
جمهوری ریاست بیا د پوهنې وزارت د دې غوښتنې په ځواب کې وایی چې هر وزارت ته د هغې کلنۍ بودجې له مخې تشکیل په نظر کې نیول کېږی.
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوی په دې اړه له ډېر څه ویلو ډډه کوی، خو هغه ازادی راډیو ته وویل:
“کله چې بودجه تصویبېږی هره اداره له خپلې کلنۍ بودجې دفاع کوی او د هماغې بودجې په تناسب ورته تشکیل هم په نظر کې نیول کېږی.”
د ښوونکو په باور د منظم او د اړتیا وړ تشکیلاتو نشتوالی حتی د زده کونکو پر زده کړو منفی اغېز کوی او په دې برخه کې د کیفیت ستونزه تر ټولو ډېره مطرح ده.
پخوانی ښوونکی معلم ځواب خان وایی، که څه هم د پوهنې وزارت د تشې ډکولو په خاطر د حق الزحمه ښوونکو ګمارلو ته پام کړی، خو دی ټینګار کوی چې دا کار کله هم د اصلی بستونو ځای نه شی نیولای.
د هغه په وینا د پوهنې برخې ته د حکومت پاملرنه ځکه ډېره مهمه ده چې د میلیونونو زده کونکو برخلیک ورسره تړلی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.