روغتیا وزارت: د ۲۰۱۷م کال تر پایه افغانستان کې د پولیو ناروغی ختموو

گزارشگر:دوشنبه 11 دلو 1395 - ۱۰ دلو ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایی، د تېر میلادی کال لاسته راوړنو ته په کتو ډاډه دی چې په ۲۰۱۷ میلادی کال کې به پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغی په افغانستانه کې ختمه کړی.
د دغه وزارت د پولیو د له‌‌منځه وړلو پروګرام مسؤل ډاکټر میوند احمدزی د یکشنبې په ورځ کابل کې د یوې خبری ناستې پر مهال وویل چې په ۲۰۱۶ میلادی کال کې په ټول افغانستان کې د پولیو ۱۳ پېښې ثبت شوی چې دا په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو ټیټ ګراف ښیی.
ښاغلی احمدزی وویل، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوی چې پولیو په افغانستان کې ختمه کړی او هغه پیسې چې دې برخه کې مصرفېږی هغه نورو روغتیایی برخو کې ولګوی.
نوموړی وایی:
“په ۲۰۱۷ میلادی کال کې به موږ همدغو کارونو ته دوام ورکوو، نن سبا موږ په پولیو باندې میلیونونه ډالر مصرفوو نو کله چې موږ د پولیو محوې ته ورسېدو دغه ټولې پیسې به په نورو روغتیایی خدمتونو ولګول شی او روغتیایی خدمتونه به ښه شی.”
د ښاغلی احمدزی په خبره ټاکل شوې چې د سلواغې په ۱۱مه نېټه په ټول هېواد کې د ۳۰ زره واکسیناتورانو له‎خوا د پولیو کمپاین پېل شی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دوی په پام کې لری چې په ۲۰۱۷ میلادی کال کې د یونېسف او روغتیا نړیوال سازمان په مالی او تخنیکی مرسته څه باندې ۶،۵ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین وکړی.
د دغه وزارت مسؤلین وایی چې په ۲۰۱۵ میلادی کال کې په ټول افغانستان کې د پولیو ۲۰ پېښې ثبت شوی چې په ۲۰۱۶ میلادی کې دغه پېښې ۱۳ ته ټیټې شوې او په ۲۰۱۷ میلادی کې به دوی دغه پېښې صفر ته ورسوی.
په ۲۰۱۶ میلادی کال کې د افغانستان په څلورو ولسوالیو کې د پولیو پېښې ثبت شوی چې برمل کې د پولیو ۷ پېښې د کونړ شیګل ولسوالۍ کې ۴ پېښې او یوه یوه پېښه هم په نوزاد او شاه ولی کوټ ولسوالیو کې.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د یونېسف ادارې د پولیو برخې مسؤلې ډاکټر ملیسا په دغه خبری کنفرانس کې وویل چې افغانستان د پولیو له‌منځه وړلو ته نېږدې شوی او ټول افغانان باید دې برخه کې په ګډه کار وکړی ترڅو په افغانستان کې د پولیو ناروغی ختمه شی.
اغلې ملیسا زیاته کړه:
“زه ډېره زیاته خوشحال یم چې افغانستان د پولیو محوې ته نېږدې شوی، دې برخه کې ټول خلک او ټولنې باید په ګډه کار وکړی ترڅو ماشومان د پولیو له ناروغۍ څخه په امن کې شی او دا د ټولو ګډ مسؤلیت دی.”
په ورته وخت کې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو برخې مرستیال منیب راماتی د پولیو په وړاندې ګډه مبارزه او کار ډېر مهم بولی او وایی چې په دې برخه کې باید ټول خپل مسؤلیتونه درک کړی.
د ښاغلی راماتی په خبره تېر میلادی کال د پولیو د مخنیوی لپاره ډېر ګټور کال و خو دغې چارې ته باید تر هغې دوام ورکړل شی تر کومه چې په افغانستان کې د پولیو ناروغی ختمه شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.