د سوداګرۍ او صنایعو وزارت: د تورخم او سپین بولدک لارو بندېدو لوی زیان پاکستان ته رسېږی

گزارشگر:یک شنبه 1 حوت 1395 - ۳۰ دلو ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو وزارت وایی، د تورخم او سپین بولدک د ترانزیټی لارو بندېدل نه یوازې د افغانستان بلکې د پاکستان په زیان هم دی.
د سوداګرې او صنایعو وزارت چارواکی وایی، د یادو لارو بندېدل به د افغانستان په پرتله پاکستان ته ډېر زیان وکړی.
د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندی د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، افغانستان اوس د سوداګرۍ د نړیوال سازمان غړیتوب ترلاسه کړی او د خپلو سوداګریزو راکړو ورکړو لپاره یې هم د پاکستان پرته نورې بدیلې لارې موندلی دی.
ښاغلی قوقندی وویل، افغانستان د خپلو سوداکریزو اموالو د انتقال لپاره د تورخم او سپین بولدک پر لارو متکی نه دی خو پاکستان د افغانستان له لارې له یو شمېر نورو هېوادونو سره سوداګریزې راکړې ورکړې لری چې د دې لارو له بندېدلو سره به زیان وکړی.
نوموړی زیاته کړه:
“په هغه اندازه چې د دغې لارې تړل کېدل پر افغانستان اغېز لری د هغې دو چنده او درې چنده یې اغېزه پر پاکستان دیځکه دا هېواد د افغانستان له لارې له یو شمېر نورو هېوادونو سره ترانزیټ لری، هیله لرم چې دغه لاره خلاصه شی، خلک او سوداګریز موتړ پکې په عادی ډول تک راتک وکړی.”
د پاکستان په سند ایالت کې له د پنجشنبې ورځې له خونړۍ انتحاری حملې وروسته چې لسکونو کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله د پاکستان حکومت ظاهراً د امنیتی د لایلو له کبله د تورخم او سپین بولدک لارې تر نامعلوم وخته پوری وتړلې.
د پاکستان له لوری د دغو لارو د تړل کېدو په غبرګون کې د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هم ویلی چې دغه اقدام نه یوازې د ثبات په ټینګښت کې مرسته نشی کولای بلکې د نا امنیو د ډېرېدو سبب هم ګرځی.
د دغه وزارت سرپرست وزیر عبدالغفور لېوال د جمعې په ورځ ازادی راډیو سره په خبرو کې له پاکستانه غوښتی چې له ځنډ پرته دې د تورخم لار د مسافرو پرمخ بېرته خلاصه کړی.
پاکستان تردې وړاندې هم له افغانستان سره د سیاسی ناندریو له امله د تورخم او سپین بولدک لارې په موقت ډول تړلی او د دواړو هېوادنو سوداګرو ته یېډېر زیانونه ور اړولی دی.
هاخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکی وایی، له پاکستان سره د افغان سوداګرو سوداګریزې اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسی اړیکو قربانی شوی دی.
د دغه خونې ویاند صیام الدین پسرلی د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، د تورخم او سپین بولدک دواړه غاړو ته د افغان سوداګرو سلګونهډک موټر ولاړ دی.
نوموړی زیاته کړه:
“زموږ سوداګریزې اړیکې تل د سیاسی اړیکو قربانی شوی دی اوس یې موږ ته نوی غم جوړ کړی دی، موږ باندې کرایه راځی، د فرضی کرښې هغه غاړې ته چې زموږ موتړې ولاړې دې که چېرېیوه شپه تېروی له پنځوس تر سلو ډالرو پورې پرې کرایه راځی.”
ښاغلی پسرلی که څه هم د دغې لارې پر خلاصېدوټینګار کوی خو وایی چې افغان سوداګر د خپلو اموالو د انتقال لپاره نورې بدیلې لارې لری چې ترېګټه اخیستلې شی.
صیام الدین پسرلی زیاته کړه اوس مهال له پاکستان سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړهڅه باندې پنځوس فیصده را کمه شوې او که چېرې پاکستان خپل سیاست ته همداسې دوام ورکړی نو د ده په خبره نوره به هم راکمه شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.