غنی مونشن کنفرانس کې د افغانستان دریځ روښانه کړ

گزارشگر:دو شنبه 2 حوت 1395 - ۰۱ حوت ۱۳۹۵

د افغانستان د ولسی جرګې اداری پلاوی جرمنی ته د جمهور رئیس غنی سفر بریالی ګڼی او وایی، نړیوالو ته د افغانانو دریځ ښه روښانه شوی دی.
د مونشن له امنیتی کنفرانس څخه د افغان پلاوی له راستنېدو سره سم د افغانستان د ولسی جرګې اداری پلاوی په دغه کنفرانس کې د جمهور mandegar-3رئیس غنی وینا د پام وړ بولی.
د ولسی جرګې دوهم منشی عرفان‌الله عرفان د یکشنبې په ورځ وویل، له دې امله چې جمهور رئیس غنی د امنیتی ستونزو په اړه نړیوالو ته مهم پیغامونه رسولی دوی دا سفر مهم ګڼی.
هغه وایی، د افغانستان د جګړې څخه ځانګړی تعریف او دا چې د ترورېزم ځالې چېرته او په وړاندې یې څنګه مبارزه وشی د افغانانو مهمې اندېښنې دی او ولسمشر په مونش کنفرانس کې دا هر څه روښانه کړل.
نوموړی زیاته کړه:
“زموږ په اند دا سفر ځکه مثبت و چې جمهور رئیس غنی د ملت او دولت پیغام تر یوه حده تر نړیوالې ټولنې ورساوه او هغه دا چې موږ باید د ترورېزم پر وړاندې په مشترکه توګه مبارزه وکړو تر څو هغه هېوادونه وپېژندل شی چې ترهګر روزی او ملاتړ یې کوی او بیا یې په وړاندې کلک ودرېږو.”
جمهور رئیس غنی تېره ورځ د مونشن په امنیتی کنفرانس کې وویل چې د مؤثرې مبارزې او د ترورېزم د ودې د مخنیوی لپاره حتمی ده هغه هېوادونه چې ترورېزم‌یې د دولتی سیاست اهدافو ته د رسېدو وسیله ګرځولې تجرید شی.
که څه هم ښاغلی غنی د کوم هېواد نوم وانه‌خیست خو په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه‌یې وویل چې دا د دوه دولتونو تر منځ نا اعلان شوې جګړه ده.
له دې وړاندې بیا ښاغلی غنی د اسیا زړه کنفرانس کې چې په هندوستان کې جوړ شوی و د ورته موضوع په اړه پر پاکستان مخامخ انتقاد کړی و.
ښاغلی غنی د لیندۍ په میاشت کې جوړ شوی دې کنفرانس ته وویل د پاکستان سره د پراخو دوه اړخیزو تماسونو سره سره هغه نااعلان شوې جګړه چې دغه هېواد پیل کړې نه‌یوازې چې سړه شوې نه‌ده بلکې لا تېزه شوې ده.
د چارو څېړونکی یوسف امین ځاځی هم وایی چې افغان پلاوی په دې سفر کی نړیوالو ته په واضحو ټکو د پاکستان د سیاست په اړه معلومات ورکړی چې د هغه په وینا تل‌یې د افغانستان د ناکامه کېدو پلانونه تنظیم کړی دی.
له دې سره ښاغلی ځاځی وایی چې د افغانستان د اندېښنو له اورېدو وروسته نړیوالې ټولنې ته ښایی چې د روانې جګړې په اړه خپل تحلیل هم بدل کړی.
نوموړی زیاته کړه:
“د افغانانو پیغام، غږ او ستونزه باید واورېدل شی چې تل‌یې د ثبات لپاره هڅې کړې دی، نړۍ باید لا پاملرنه ډېره کړی او د سیمې وضعیت هسې چې اړتیا ده تحلیل کړی.”
د مونشن ۵۳ امنیتی کنفرانس چې د جمعې په ورځ په جرمنی کې جوړ شوی و په‌کې د افغان ولسمشر غنی تر څنګ د دېرشو څخه د ډېرو هېوادونو مشرانو او له اتیاوو څخه ډېرو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و.
له دې سره د ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه وایی چې جمهور رئیس غنی د دې کنفرانس په څنډه کې د شااوخوا شلو هېوادونو له استازو سره په جلا ډول د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :