احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت: مخدره موادو سره مبارزې لپاره د خلکو مرستې ته اړتیا ده

گزارشگر:یک شنبه 8 حوت 1395 - ۰۷ حوت ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وایی، د دې موادو پرضد د مبارزې په لاره کې له ترسره شویو مرستو سره سره بیاهم دغه مواد، د یوې ستونزې په بڼه پرځای پاتې ده.
یاد وزارت، د هېواد په نا امنو او د حکومت له کنټروله په وتلو سیمو کې، د کوکنارو د کښت زیاتوالی منی او د دې موادو پرضد، پر جدی مبارزې او د خلکو پر یووالی تاکید کوی.
د مخدره موادو پرضد مبارزې وزیره سلامت عظیمی وایی، د مخدرو موادو پرضد یېیو لړ پروګرامونه ترتیب کړی چې پلی کولو ته یې، د خلکو یووالی او مرسته ضروری ده.
مېرمن عظیمی د شنبې په ورځ په کابل کې د مخدره موادو پرضد د مبارزې د ولایتی مسؤلینو په ناسته کې وویل چې له یادو موادو سره د مبارزې په لارکې له شویو مرستو سره سره بیاهم، د کوکنارو کښت او د مخدرو موادو تولید د یوې ستونزې په بڼه پرځاې پاتې او خلک یې اندېښمن کړی دی.
نوموړی زیاته کړه:
“نن د مخدره موادو شتون زموږ د امنیت،ښې حکومتوالۍ او د قانون د حاکمیت په لاره کېیوه جدی ستونزه ده، که همغږی ونه لرو، نو وروسته پاتې کېږو، همدارنګه نه شو کولی چې خپلو مطرح شویو پروګرامونو ته چې بیان کړی مو دی، ورسېږو.”
مېرمن عظیمی وویل، د کوکنارو د کروندو اړول، د هېواد د ملی امنیت د شورا په اجنداء کې شامله شوې او ټول مسؤلیت لرو چې له پلی کولو سره یې، مرسته وکړو.
له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت، د دغو موادو پرضد د مبارزې لپاره د “همغږۍ او د ظرفیتونو د لوړولو” ترنامه لاندې په کابل کېیوه دوه ورځنۍ غونډه جوړه کړې چې د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو د مخدره موادو پرضد د مبارزې مسؤلینو په کې برخه اخیستې ده.
دغه وزارت تېرکال د مخدره موادو پرضد د مبارزې لپاره د ملی عمل یو پنځه کلن پروګرام ترتیب کړی او همدارنګه یې په دې برخه کې د سیمې له ځینوګاونډیو هېوادونو له استازیو سره، پنځه اړخیزې ناستې هم ترسره کړی دی.
په ورته وخت کې د چاروپو هان د کوکنارو د کښت او د مخدره موادو د تولید د مخنیوی لپاره د خلکو مرسته ضروری ګڼی.
د مخدره موادو پرضد د مبارزې پخوانی وزیر جنرال خدایداد په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
“د مخدره توکو پرضد د مبارزې وزارت هر کال هڅه کوی چې کمپاین وکړی، خو په خواشینۍ سره چې امنیتډېر خراب دی، مبازره کول او همغږی رامنځته کول ګران کار دی، که حکومت نا امنو سیمو او ولسوالیو ته توجه وکړی او امنیت په کېټینګ کړی، بیا کولی شی چې همغږی او ګډې هڅې وکړی او خپل رول په ښه توګه ولوبوی.”
د جنرال خدایداد په باور، نا امنی، بېوزلی، بېکاری او داسې نورې نا خوالې په هېواد کې د کوکنار د کښت او د مخدره موادو د تولید عمده لاملونه دی او د یادو لاملونو د ورکولو لپاره هم باید مبارزه وشی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې شمېرل کېږی چې مخدره مواد پکې زیات تولیدېږی.
د مخدره موادو پرضد د مبارزې وزارت وایی، اوسمهال د هېواد په شلو ولایتونو کې کوکنار کرل کېږی چې نا امنه ولایتونه، لکه هلمند، ارزګان، بادغیس، بدخشان ، ننګرهار، فراه او ځیې نور په کې شامل دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.