احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکردهاند.
گزارشگر:سه شنبه 10 حوت 1395 - ۰۹ حوت ۱۳۹۵
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو مؤسسه “فیفا” په روان هجری لمریز کال کې د ملی شورا د فعالیتونو په اړه بشپړه ارزونه کړې ده.
د دغې مؤسسې مسؤلینو د دوشنبې په ورځ کابل کې له رسنیو سره د خپلو موندونو د شریکولو پر مهال وویل چې ملی شورا له ستونزو سره-سره د ۱۳۹۴ کال په پرتله بریالۍ وه.
د فیفا د پارلمانی څار د برخې مشر حسیب معترف وایی، ملی شورا د حکومت په چارو کې د نظارت او د قوانینو تصویب برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې خو خلکو تهیې په هغه توګه چې لازمه وه رسېدنه نهده کړې.
ښاغلی معترف وایی:
“ځینو مواردو کې یېښې لاسته راوړنې درلودې او په ځینو مواردو کې یې کمې لاسته راوړنې درلودې خو په ټوله کې ویلی شو چې د تېر کال په نسبتیې لاسته راوړنې د پام وړ وې.”
د فیفا د معلوماتو له مخې ملی شورا په ۱۳۹۵ کال کېټولېڅه د پاسه ۲۰۰ عادی، فوقالعاده، استجوابی او استحضایی غونډې ترسره کړی چې تر ډېره په دغه ناستو کې د حکومت په چارو نظارت، قوانینو تصویب او د خلکو شکایتونو ته د رسېدو پر مسئلې تمرکز شوی دی.
په ورته وخت کې د کابل ښاریو شمېر اوسېدونکی وایی چې په روان کال کې دوی ته د ملی شورا د وکیلانو کړنې د منلو وړ نهوې او دوی خلکو ته د کار کولو پر ځای خپل ځانونه وپالل.
دوی وایی:
“زما نوم رفیعالله دی، د کابل ښار اوسېدنکییم، کومې ناخوالې چې دا اوس په ولایاتو کې دی د دغو وکیلانو د بېتوجهیې له لاسه دی، دوی که ولس ته توجه کړی وی نو زه مطمئن یم چې دې وکیلانو به د افغانستان خلکو ته خدمت کړی.”
“زما نوم ولی محمد دی، د کابل ښار اوسېدونکییم ولس چې کومې تقاضاوې درلودې او کومې ستونزې یې درلودې د هغه د ختمولو په اړه دوی هېڅ نهدی کړی.”
ولسی جرګې د روان کال د لړم په ۲۲مه د دولت اووه تنه وزیران د انکشافی بودجې د کم مصرف په وجه سلب صلاحیت کړل.
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسی جرګېیو شمېر غړی که څه هم د “فیفا” د نوېڅېړنې هرکلی کوی خو وایی چې دوی هڅه کړې تر څو د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړی.
د ولسی جرګې غړی قادر ځاځی وویل، ملی شورا د دولت په کارونو د نظارت په پرتله خلکو ته ښه رسېدنه کړې ده.
نوموړی وایی:
“موږ اصلاً له نظارت او د قوانینو د مسایلو نه خلکو ته ښه رسېدنه کړې ده تاسې چې د هر وکیل کور، حجرېیا دفتر ته ورشئ موږ روزانه حد اقل له سلو مؤکلینو سره ګورو.”
نوموړی وایی، که څه هم د حکومت له کړنوڅخه نظارت د ولسی جرګې د کارونو په لومړیتوبونو کې راځی خو د ولسی وګړو ستونزو ته رسېدنه د دوی د کار اساسی برخه ده چې دوی ورته په بشپړه توګه ژمن دی.
Comments are closed.