د افغانستان شمال ختیځ کې د نا امنیو پراخېدو په اړه اندېښنې

گزارشگر:یک شنبه 15حوت 1395 - ۱۴ حوت ۱۳۹۵

د افغانستان د شمال ختیځو ولایتونو د ولایتی شوراګانو یو شمېر استازی په یادو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو د فعالیتونو له زیاتوالیڅخه اندېښنه ښیی او په وړاندې یې د جدی اقداماتو غوښتنه کوی.
دوی وایی، د دغو ولایتونوځېنې سیمې او یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دی چې که تازه دمی ځواکونه او تجهیزات ورته ونه رسېږی، نو mandegar-3راتلونکی پسرلی به خونړی وی.
د بدخشان د ولایتی شورا د یو شمېر استازو په خبره، د دغه ولایتیمګان، وردج او جرم ولسوالۍ د طالبانو او یو شمېر نورو بهرنیو جنګیالیو په مرکزونو بدلې شوی چې په کې خپلو جنګیالیو ته روزنه ورکوی.
د بدخشان د ولایتی شورا غړی عبدالله ناجی نظری ازادی راډیو ته وویل، دوی ولسمشر ماڼۍ او دولت سره د خپلو اندېښنو شریکولو په هدف کابل ته راغلی.
ښاغلی نظری وایی، که د بدخشان وضعیت ته سمه پاملرنه ونشی نو راتلونکی پسرلی به خلکو ته ډېر خونړی او له ناوړه پېښوڅخهډک وی.
نوموړی زیاته کړه:
“د بم جوړولو او جنګیالیو د روزولو فعالیتونه عملاً په کې روان دی، موږ د همدې موضوع لپاره کابل ته راغلی یو چې مسؤلینو سره خبرې وکړو، که دې موضوع ته جدی پاملرنه ونشی نو راتلونکی پسرلی به ډېر خونړی وی.”
د بدخشان ترڅنګ د هېواد په شمال ختیځ کې کندز او تخار دوه نور ولایتونه دی چې په کې د طالبانو د فعالیتونو د پراخېدو په اړه اندېښنې مطرح کېږی.
له کندز څخه د سلګونو کسانو تېښته او د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې یې مېشت کېدل د دغه ولایت د نا امنۍ بېلګې دی چې اوسېدونکی یې بېځایه کېدو ته اړ کړی دی.
په همدې توګه تېره اوونې کې د طالبانو په لاس په موقت ډول د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالیو سقوط د دېښودنه کوی چې طالبان غواړی په دغو ولایتونو کې خپل فعالیتونه پراخ کړی.
د بغلان د ولایتی شورا رئیس اسدالله شهباز وایی، د دغه ولایت د برکې، مرکزی بغلان، دهنه غوری او ډندې شهاب الدین ولسوالۍ یا د طالبانو په لاس کې دی او یا هم له لوړو امنیتی تهدیدونو سره مخ دی.
نوموړی زیاته کړه:
“د برکې او مرکزی بغلان ولسوالیو له دېرشو تر څلوېښت سلنې د طالبانو په لاس کی دی، دهنه غوری او ډنډې شهاب الدین په بشپړډول د دغېډلې په لاس کې دی، ستونزه د مرکز څخه په سلیقوی چلند او ټاکنو کې ده، تر هغې چېښه حکومتوالی په دغو ولایتونو کې رامنځته نشی دا سردردۍ به دوام کوی.”
نېږدې یوه اوونۍ وړاندې ولسمشر محمد اشرف غنی د افغان امنیتیځواکونو د لمانځنې په ورځ وویل چې راتلونکی کال به د وسله والو مخالفینو د ماتې کال وی او د امنیتیځواکونو په مرګ ژوبله کې به هم کموالی راځی.
خو له دېټولو سره ـ سره د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وایی، همدا اوس اتیا په سلو کې افغان ځواکونه د هېواد په شمال ختیځو ولایتونو کېځای پر ځای شوی او پخپلو عملیاتونو کې یې وسله والو طالبانو ته سختې ماتې ورکړی چې دوام لری.
نوموړی زیاته کړه:

“په هغو سیمو کې چې د مخالفینو لخوا تهدیدونه موجود و هلته زموږ عملیاتونه دوام لری، موږ خپل امنیتیځواکونه اتیا سلنه تجهیز کړی، زموږ فعالیتونه دوام لری، دا چې راتلونکی کال کې به څه کېږی، ستونزو ته په کتو موږ خپلې مبارزې ته دوام ورکوو، خو د مخالفینو د ځپلو په هدف د سیمې او نړۍ په کچه ملاتړ ته اړتیا لیدل کېږی.”
ښاغلی رادمنش وایی، دوی هیله من دی چې په راتلونکې کال کې به افغان امنیتیځواکونه د نړیوالېټولنې په مرسته لا ښه تجهیز شی.
خو د ولایتی شورا استازی بیا دا ډولڅرګندونې له شعاره اخوا بله څه نه ګنی او وایی چې افغان حکومت د ژمی په فصل کې د لویو عملیاتونو موقع له لاسه ورکړه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.