د حج او اوقافو وزارت: د جوماتونو امامان حق نه لری چې د یوه ځانګړی نوماند تبلیغ وکړی

گزارشگر:سه شنبه 24 میزان 1397 - ۲۳ میزان ۱۳۹۷

mandegar-3د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وایی، د جوماتونو ملا امامان اجازه نه لری چې د منبرونو له لارې د کاندیدانو په ګټه کمپاین وکړی.
دغه وزارت وایی، جماتونه د کمپاین ځای نه، بلکې د عبادت ځای دی او هېڅ ملا امام اجازه نه لری چې د منبر او جومات له ادرسه د کوم ځانګړی کاندید په ګټه کمپاین وکړی.
د دغه وزارت ویاند اسحاق عرب ازادی راډیو ته وویل، تراوسه په دې اړه دوی ته شکایت نه دی رسېدلی او که چېری ثابته شی چې د جوماتونو ملا امامان کاندیدانو ته کمپاین کوی، له قانونی چلند سره به مخ شی.
دی زیاتوی: «جوماتونه د کمپاین ځایونه نه، بلکې د عبادت ځای دی او هېڅ کله چاته اجازه نه ورکول کېږی چې د کوم ځانګړی کاندید په ګټه پکې تبلیغ وشی او یا هم خلک دې ته اړ کړل شی چې کوم ځانګړی کاندید ته رأیه ورکړی، که چېرې داسې کوم څه ثابت شی، د قانون له مخې چلند کېږی.»
دا په داسې حال کې ده چې په ښارونو او ولسوالیو کې اکثراً ملا امامان د حج اوقافو وزارت له لوری معاش اخلی او د افغانستان د ملکی خدمتونو له کارکوونکو څخه حسابېږی.
د انتخاباتو د قانون له مخې، دولتی چارواکی له کاندیدانو د ملاتړ حق نه لری.
تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غنی د یوه ځانګړی فرمان په خپرولو سره ویلی وو چې هېڅ یو امنیتی او ملکی کارکوونکی دا حق نه لری چې په انتخاباتی کمپاینونو کې برخه واخلی او یا د کوم ځانګړی کاندید په ګټه کار وکړی.
خو په دې وروستیو کې بیا داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې د عامې روغتیا او کرنې وزیرانو له یوه ځانګړی کاندیده ملاتړ کړی و.
له هغه وروسته بیا د انتخاباتی شکایتونو د کمېسیون مرستیالې حمیرا حقمل په خپله فېسبوک پاڼه کې ولیکل چې د انتخاباتو د قانون له مخې، یاد دوه وزیران هر یو لس لس زره افغانۍ جریمه شوی.
په دې وروستیو کې د پوهنې وزارت هم اعلان کړی چې د دغه وزارت دیارلس کارکوونکی او ښوونکی د ولسی جرګې د کاندیدانو په ګټه د دغه وزارت له امکاناتو د ګټې اخیستنې په تور، له دندې لېرې کړل شوی دی.
بل خوا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، د دولتی کارکوونکو او ملا امامانو په ګډون، د ځانګړی کاندید په ګټه کمپاین د قانون خلاف عمل دی.
د دغه کمېسیون د ویاند مرسیتال ذبیح الله سادات له ازادی راډیو سره په خبرو کې له دینی عالمانو او د جومات له ملا امامانو وغوښتل، څو ځانګړی کاندید ته د کمپاین پرځای د انتخاباتو د اهمیت په اړه خلکو ته معلومات ورکړی.
دی وایی: «بیا هم له دینی عالمانو غواړو چې هڅه وکړی، څو د انتخاباتو د پروسې او د انتخاباتو د ګټو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی، نه دا چې د ځانګړو کاندیدانو په ګته کار وکړی.»
په ورته وخت کې د افغانستان د انتخاباتو یوشمېر څارونکی بنسټونه له دې ډلې فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنست اجرائیوی مشر یوسف رشید وایی، د ملا امامانو له لوری ځانګړو کاندیدانو ته کمپاین نه یوازې د قانون خلاف عمل دی، بلکې دا په انتخاباتو کې د حکومت لاسوهنه ښیی چې په وینا یې د اندېښنې وړ مسئله ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.