حکمت خلیل کرزی: د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی له‌منځه وړلو ته ژمن یو

گزارشگر:دوشنبه 16 حوت 1395 - ۱۵ حوت ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، د ښځو په وړاندې د هر ډول تاوتریخوالی له‌منځه وړلو ته ژمن دی.
یاد وزارت وایی، د ښځو په وړاندې د هر ډول تبعیض د له‌منځه وړلو نړیوال کنوانسیون ته به د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه یو بریالی او جامع راپور وړاندې کړی.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال حکمت خلیل کرزی د یکشنبې په ورځ په دې اړه په کابل کې یوه ګډ خبری کنفرانس ته وویل چېټولې اړوندې ادارې باید د دغه راپور په چمتو کولو کې پوره همکاری او همغږی ولری.
نوموړی زیاته کړه:
“د دغه راپور په چمتو کولو کې د ټولو ادارو تر منځ لازمې همغږۍ ته اړتیا لیدل کېږی، په دې برخه کې له ټولو اړوندو ادارو څخه غواړو چې خپل راپورونه د بهرنیو چارو وزارت سره شریک او همغږی کړی، موږ غواړو دغه لړۍ په بریا سره پر مخ لاړه شی.”
ښاغلی کرزی وویل، د ښځو په وړاندې د هر راز تبعیض د له‌منځه وړلو لپاره د نړیوال کنوانسیونټولو سپارښتونو او غوښتونو ته ژمن دی او د عملی کولو په برخه کې به‌یې له هرې ممکنې لارې کار واخلی.
دښځو په وړاندې د هر راز تبعیض د له‌منځه وړلو دغه کنوانسیون د ملګرو ملتونو سازمان په عمومی مجمعه کې په ۱۹۷۹ کال کې تصویب شوی.
افغانستان له دې وړاندې خپل لمړی او دوهم نوبتی راپور دغه کنوانسیون ته د ۲۰۱۳ کال په جولای میاشت کې وړاندې کړی و او ټاکل شوې چې خپل درېیم راپور د روان کال د جولای په لسمه نېټه وړاندې کړی.
د دغه راپور د چمتو کولو لپاره د بهرنیو چارو وزارت په مشرۍ یوه ګډه کمېټهټاکل شوې چې په‌کې د عدلیې او ښځو چارو وزارت د مرستیالانو تر څنګ د بشری حقونو او مدنی ټولنو استازی هم شامل دی.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کېښځې د زور زیاتی له ګڼو پېښو سره مخ دی چې د دوی په ژوند یې ناوړه اغېز کړی دی.
وهلټکول، په کم عمر کې ودونه، له بېلابېلو حقونو څخه محرومیت، جنسی ځورونې او د ښځو پر وړاندېیو شمېر نورې پېښې هغه څه دی چې د افغانستان مېرمنې ورسره لاس او ګرېوان دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت د دغه راپور پر اهمیت په ټینګار سره وایی چې د راپور په چمتو کولو کې باید له پوره غور او دقت څخه کار واخیستل شی.
د دغه وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ وایی چې دا راپور باید د افغانستان اوسنی وضعیت ته په کتو چمتو شی تر څو د افغان مېرمنو د ژوند رښتینی انځور په‌کې وړاندې شی.
نوموړې زیاته کړه:
“د موضوع اهمیت او د هېواد حساسو شرایطو ته په کتو باید هڅه وشی چې دا راپور په ښهډول چمتو او برابر شی، تر څو د افغان مېرمنو او نجونو رښتینی وضعیت ته په‌کې انعکاس ورکړل شی.”
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو د برخې سرپرسته شروتی اپډیهاۍ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی د له‌منځه وړلو په برخه کې د مدنی ټولنو او بنسټونو پر رول ټینګار کوی او د افغان حکومت څخه غواړی چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی د مخینوی په برخه کې جدی اقدامات وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.