د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې: سوداګر او واردوونکی دې له کراچۍ پرته نورې لارې غوره کړی

گزارشگر:چهار شنبه 18 حوت 1395 - ۱۷ حوت ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې په دغه خونه کې پر ټولو شاملو سوداګریزو او ترانزیټی ټولنو ټینګار وکړ چې له دې وروسته دې خپلو فعالیتونو ته د پاکستان د کراچۍ له بندره پرته د نورو ګاونډیو هېوادونو له سوداګریز او ترانزیټی بندرونو څخه ګټه واخلی.
د دغې خونې مسؤلینو د سې شنبې په ورځ کابل کې د خصوصی سکټور د بېلابېلو ټولنو له استازو سره په یوې ناسته کې وویل، د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونه چمتو ده چې افغان سوداګرو ته د ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو سوداګریزو او ترانزیټی بندرونو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړی.
د دغې خونې لومړی مرستیال خان جان الکوزی وویل:
“له دې شېبې وروسته هېڅ‎څوک باید خپل مالونه په کراچۍ بندر کې وانه‎چوی. دا یوه جنجالی لاره ده. د سوداګرۍ خونه د نړۍ له ټولو انتقالاتی کمپنیو سره په خبرو بوخته ده. دا کمپنۍ به په ارزانه او ډاډمنه توګه د افغان سوداګرو مالونه د بندر عباس، چابهار، ترکیې، چین او د حیرتانو او اقینې له بندرونو څخه افغانستان ته ولېږدوی.”
دا خبرې په داسې حال کې دی چې پاکستان سند ایالت کې د یوې ترورېستی حملې وروسته د تورخم او سپین‎بولدک بندرونه د عامو خلکو او سوداګرو پر مخ وتړل.
د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې د دغو بندرونو له تړلو څخه څه کم شل ورځې تېرېږی.
په دې موده کې د افغان سوداګرو په خوراکی او غیر خوراکی موادو څه کم دوه زره کانټینرونه د پاکستان له‎خوا ځنډول شوی چې له امله‌یې تر اوسه پورې افغان سوداګرو ته څه باندې اتیا میلیونه ډالره زیان رسېدلی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلینو پاکستان تورن کړ چې د افغانستان په هکله‌یې بیا-بیا د ایکو، سارک او د سوداګرۍ نړیوال سازمان له اصولو سرغړونه کړې ده.
دوی د ایکو او سارک په سیمه‌ییزو او د سوداګرۍ پر نړیوال سازمان هم انتقاد وکړ چې د پاکستان د څرګندو سرغړونو پر وړاندې چوپه خوله دی.
دوی له افغان حکومته په کلکه وغوښتل چې له پاکستان سره دې د افغان سوداګرو ستونزې حل کړی.
په ورته وخت کې د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایی، د روانې ستونزې د هوارۍ لپاره‌یې په ملی، سیمه‌ییزه او نړیواله کچه هڅې تېزې کړې دی.
د دې وزارت ویاند مسافر قوقندی ازادی راډیو ته وویل:
“وروستۍ هڅې مو وکړې، مذاکرات روان دی، پر ټولو ملی، سیمه‌ییزو او ان نړیوالو سازمانونو په لارو هم بحث کوو. له بده‌مرغه پاکستان له ۱۵ کالونو راهیسې دا ډول ستونزې پېښې کړې دی خو له نېکه‎مرغه موږ نورې تجارتی لارې هم لټولې دی.”
دا لومړی ځل نه‎دی چې پاکستان د تورخم او سپین‎بولدک بندرونه تړی بلکې په وروستیو شااوخوا ۱۴کلونو کې یې څو ځلې دغه بندرونه تړلی چې له امله‌یې افغان او پاکستانی سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو مالی زیانونه رسولی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلینو دا هم وویل چې پاکستان دې سیاست له سوداګرۍ سره نه‌ګډوی او دا کار د سوداګرۍ او ترانزیټ د ټولو شته اصولو خلاف عمل دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.