احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





احمدزی: ننشنبه د چارواکو ناسته کې به د انتخاباتو نېټه معلومه شی

گزارشگر:شنبه 21 حوت 1395 - ۲۰ حوت ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلین وایی، د حکومت د مشرانو او د ملاتړ کوونکو بنسټونو له مسؤلینو سره د شنبې ورځې ناسته کې به هڅه وکړی چې د ولسی جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو نېټه معلومه کړی.
د دغه کمېسیون رئیس نجیب‌الله احمدزی د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره یې یو لړ بنیادی کارونه ترسره کړی او د نن ورځې ناسته کې به د انتخاباتو د نېټې په اړه پرېکړه وشی.
ښاغلی احمدزی زیاته کړه:
“د راتلونکو ټاکنو لپاره مجلس لرو، موږ هڅه کوو چې د راتلونکو انتخاباتو نېټه د سبا غونډې نه معلوم شی، نو له هغه وروسته بیا دغه نېټه موږ له نړیوالو او هېوادوالو سره شریکوو.”
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې دغه ناسته کې به د ولسمشر محمد اشرف غنی ترڅنګ، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د ولسمشر دویم مرستیال سررور دانش، د مالیې وزیر اکلیل حکیمی او د یو شمېر مرسته کوونکو هېوادونو سفیران شامل وی.
ټاکل شوې وه چې دغه ناسته د تېرې چهارشنبې په ورځ ترسره شوې وای خو کابل کې په سردار محمد داوود خان روغتون باندې د خونړی برید له امله چې لسګونه کسان په کې مړه او ټپیان شول دغه ناسته د شنبې ورځې ته وځنډول شوه.
دا په داسې حال کې ده چېڅو ورځې وړاندې د شکایتونو کمېسیون ازادی راډیو ته ویلی، تر هغې چې انتخاباتی نظام کې بنسټیز اصلاحات رامنځته نه‎شی او د دغه بهیر پر وړاندې پرتې تخنیکې او مالی ستونزې لېرې نه‎شی د راتلونکو انتخاباتو شفافیت نه تضمینېږی.
د بنسټیزو اصلاحاتو راوستل، د رأی ورکوونکو د مرکزونو ټاکل، په وخت سره د انتخاباتو د لېست مشخص کول، د رأی ورکونې د کارتونو د برخلیک معلومول او د رأی ورکونې پروسه کې د شفافیت رامنځته کول هغه ستونزې او ننګونې دی چې د دغه کمېسیون ویاند ورته اشاره کړې.
په همدې حال کې د انتخاباتو څخه د څار یو شمېر بنسټونه بیا انتخاباتی سیسټم کې په اصلاحاتو ټینګار کوی او د راتلونکو انتخاباتو لپاره د نېټېټاکل له وخته مخکېګڼی.
د اکسینیا د انتخاباتو اړوند د مدنی ټولنې رئیس جانداد سپین‎غر د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، ترهغې چې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره ځانګړی پلان موجود نه‎وی د نېټوټاکل به خیالی وی او د انتخاباتو اعتماد ته به زیان ورسوی.
نوموړی وایی:
“که دوی پلان نه‎لری، د اصلاحاتو پروګرام نه‎وی او د شفافیت تضمین او نور مسایل نه‎وی مشخص شوی او دوی راځی د انتخاباتو نېټه اعلانوی نو دا به واقعی نه‎وی او دا به د ولسمشر په ګډون د نړیوالېټولنې او خلکو قناعت ترلاسه نه‎کړی.”
ښاغلی سپین‎غر وایی، د انتخاباتو کمېسیون باید یو ځانګړی پلان ولری چې هغه کې د اصلاحاتو ټول قدمونه او د انتخاباتو اړوند تخنیکې مسایل شامل وی چې د راتلونکو انتخاباتو شفافیت تضمین کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.