وریماچ: انتخابات ښایی په راتلونکی کال کې هم ونشی

گزارشگر:یک شنبه 29 حوت 1395 - ۲۸ حوت ۱۳۹۵

mandegar-3د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، احتمال شته چې د ولسی جرګې او د ولسوالیو شوراګانو انتخابات په ١٣٩۶ لمریز کال کې ونه شی.
یاد کمېسیون وایی، د انتخاباتو د ترسره کېدو د نېټې اعلان په دې پورې تړلى دى چې په دغو انتخاباتو کې به له کومې ټکنالوژۍ کار اخیستل کېږی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د ټکنالوژۍ د کارونې د څرنګوالی په باب تخنیکی څېړنې روانې دی.
د پرمختللې ټکنالوژۍ د کارونې هدف په راتلونکو ټاکنو کې د شفافیت یقینی کول ښودل شوی دی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رئیس امام محمد وریماچ تېره شپه ازادی راډیو ته وویل، که د ټکنالوژۍ د کارونې په باب تخنیکی څېړنې ژر بشپړې نه شی، ورسره به انتخابات هم په روان ٢٠١٧ میلادی کال کې ونه شی.
نوموړی زیاته کړه: “که چېرې مو تخنیکی ټیم خپله مطالعه ژر پای ته ورسوی او دولت د اړتیا وړ بودجه د «ټاکنو» کمېسیون ته ورکړی امکان لری چې دغه ټاکنې په روان میلادی کال کې ترسره کړو، بله د امنیت مسئله ده، که دا امکانات برابر نه شی، امکان نه لری چې په روان میلادی کال کې دا ټاکنې وکړاى شو.”
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو دقیقه نېټه رسماً نه ده اعلان کړې، خو د دغه کمېسیون د دارالانشاء رئیس وایی، پر دې بحث روان دى چې دغه ټاکنې په راتلونکی منی کې وشی.
په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو لپاره د مدنی ټولنې شبکه یا اکسین وایی، له مخکې داسې نښې نښانې وې چې د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په راتلونکی لمریز کال کې ونه شی.
د دې شبکې رئیس جانداد سپین غر په دې باب ازادی راډیو ته وویل: “لکه څنګه چې موږ مدنی ټولنو او څارونکو ادارو پېشبینی کړې وه او نښې هم موجودې وې، لکه اصلاحات ډېر پڅ روان وو، حکومت هم اصلاحاتو ته لکه څنګه چې موږ تمه درلوده سیاسی اراده نه ښودله؛ امنیتی وضعیت خراب شو، دا ډېره څرګنده وه چې کمېسیون نه شی کولاى راتلونکى کال دغه انتخابات وکړی.”
د قانون له مخې، د ولسی جرګې انتخابات باید د ١٣٩۴ کال په پسرلی کې شوی واى، خو دغه ټاکنې وځنډېدې او حکومت د ولسی جرګې له غړیو غوښتنه وکړه چې خپل کار ته ادامه ورکړی.
ځینې وکیلان او متخصصان د ولسی جرګې د کار دوام له اساسی قانون سره په ټکر کې ګڼی.
څو میاشتې مخکې د انتخاباتو او د انتخاباتی شکایتونو کمېسیونونو لپاره نوې څېرې د کمېشنرانو په توګه وټاکل شوې؛ دغه اقدام د افغانستان په انتخاباتی نظام کې د اصلاحاتو یوه هڅه ګڼل کېږی.
د انتخاباتو په وړاندې مالی ستونزې او ناامنی هم لوى چلینجونه ګڼل شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.