بشری حقونه: د جګړېښکېلې غاړې دېښوونیز مرکزونه خپل هدف نه ګرځوی

گزارشگر:شنبه 5 حمل 1396 - ۰۴ حمل ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون د نوی ښوونیز کال په پیل کې په جګړه کې له ښکېلو خواوو غواړی چې زده کوونکو ماشومانو ژوند او د ښوونځیو امنیت ته ځانګړی پام وکړی.
د بشری حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د ماشومانو وضعیت پېچلی او د اندېښنې وړ بولی او ټینګار کوی چې په جګړې کېښکېلې خواو وې دې د زده کوونکو ژوند ته جدی پام وکړی.
د دغه کمېسیون ویاند محمد بلال صدیقی د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د تېر لمریز کال د جګړو او چادونو ډېری قربانیان ماشومان په ځانګړې توګه زده کوونکی و.
نوموړی زیاته کړه:
“له بده مرغه د تېر لمریز کال راپورونه ښیی چې په افغانستان کې د ډېرو وسله والو پېښو، جګړو او د چاودنو قربانیان ماشومان دی چې دا زموږ دا ندېښنې وړ خبره ده، موږ غوښتنه کوو چې په ښوونیز مرکزونو باندې حملې ونه شی او موږ وتوانېږو په افغانستان کې له ماشومانو لازم ملاتړ ولرو.”
ښاغلی صدیقی همدارنګه سپارښتنه کوی چې د ماشومانو روغتیایی مرکزونو او هغه ځایونو ته چې ماشومان په کې اوسېږی او یا زده کونکی په کې لوبې کوی هم پام وشی.
د لغمان الینګار کې پر ښوونځی هاوان لګېدو۲ زده‌کوونکی وژلی
دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږی تېر کال یو شمېرښوونیز مرکزونه سوځول شوی، زده کوونکی او ښوونکی په جګړو کې وژل شوی او ځینېیې مسموم شوی دی.
د پوهنې وزارت چارواکی وایی چې روان لمریز کال به نهه اعشاریه دوه میلیونه زده کوونکی ښوونځیوته ولاړ شی چې۳۹ په سلو کې به یې نجونې وی او همدارنګه به روان کال شااو خوا یو میلیون نوی زده کوونکی ښوونځیو ته جذب شی.
شینواری: د کډوالو ماشومان له قید پرته ښوونځیو کې شاملېږی
بل خوا په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ اداره وایی چې سږ کال په افغانستان کې د ناامنو له امله په شرایطو برابر درې اعشاریه اوو میلیونه ماشومان ښوونځیوته له تګڅخه محروم دی.
دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په ټول هېواد کې دا نامنیو له امله زر ښوونځی د زده کوونکو پرمخ تړلی دی.
د افغانستان دفاع وزارت وایی، له ټولو امکاناتو نه په استفادې به هڅه وکړی چې د زده کوونکو ژوند او د ښوونځیو امنیت خوندی کړی.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیری ازادی راډیو ته وویل د بندو

ښوونځیو پرانیستل او دټولوښوونیزو مرکزونو امنیت خوندیتوبیې د روان کال اهداف دی.
نوموړی زیاته کړه:
“د دې لپاره چې زده کوونکی ښوونځیو ته ولاړ شی او دا پروسه په هېواد کې په ښه شان دوام پیداکړی، هغه څه چې موږیې په امکاناتو او توان کې لرو ورنه استفاده کوو، څوښوونځیو ته زیان ونه رسېږی او امنیتیېټینګ شی، دا ملی پروسه ده، موږ کوښښ کوو چې له هرچا زیاته برخه واخلو.”
د پوهنې د برخېیوشمېر کارپوهان د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون غوښتنه انسانی، برحقه او پرځای بولی.

د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال محمد صدیق پتمن وایی، افغان حکومت دې له امنیتی ادارو سره د ښوونځو د پوځی اهدافو د نه کارونې او د زده کوونکو او ښوونکو د ژوند د خوندیتوب د هدف لپاره دېیو میکانیزم او کړوندلاره جوړ کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.