«حکومت د سیمې او نړۍ په کچه تر پخوا ښه سیاست لری»

گزارشگر:یک شنبه 6 حمل 1396 - ۰۵ حمل ۱۳۹۶

mandegar-3چارواکی د پخوانی ولسمشر حامد کرزی د څرګندونو په غبرګون کې وایی چې د ملی یووالی حکومت د سیمې او نړۍ په کچه د پخوا په پرتله ښه سیاست لری او د همدې سیاست له کبله افغانستان د نړۍ په کچه یو نوی موقف ترلاسه کړی دی.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د ملی یووالی حکومت فعاله سیاست د دې لامل شوی چې افغانستان د نړۍ په کچه یو نوی موقف ترلاسه کړی.
ښاغلی فیصل وویل:
“د دوی نظر خپل نظر دی، محترم شخصیت دی اما د افغانستان حکومت د سیمې او نړۍ په کچه تر پخوا ډېرښه سیاست لری، د حکومت اوسنی سیاست د تېرو کلونو په پرتله په مراتبو بهتره دی او د همدې فعال سیاست په پایله کې موږ توانېدلی یو چې افغانستان ته د سیمې او نړۍ په کچه یو نوی موقف ورکړو.”
ښاغلی فیصل وایی، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د هغه په شان نور سیاستوال باید د حکومت او خلکو سره یوځای د هېواد د ښې راتلونکی لپاره ګام پورته او په خپله برخه کې خپل مسؤلیت ترسره کړی.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی د نوی کال په مناسبت په خپل پیغام کې ویلی، «په افغانستان کې د ترورېزم او افراطیت د قوی کېدو او پراخېدو سربېره بل خطر چې دغه هېوادګواښی دا دی چې افغانستان د بېلابېلو هېوادونو د تقابل په ډګر د بدلېدو په حال کې دی.»
ښاغلی کرزی ویلی په داسې مبهمو حالاتو کې د افغانستان د ژغورنې لپاره ضروری ده چې د ملی یووالی حکومت او ټول افغان ولس په ګډه د یو ملی اقدام له لارې او د یوې ملی تګلارې په جوړېدو سره د روانو ستونزو د ختمولو او د سولې د راوستو لپاره جدی اقدام وکړی.
له دې وړاندې افغان حکومت ویلی چې دغه هېواد به هېڅکله هم د نورو هېوادونو د نیابتی جګړې په ډګر بدل نه شی.
دا په داسې حال کې ده چې پخوا تر دې روسیې د افغان حکومت له مخالفېډلې طالبانو سره د اړیکو پخلی کړی خو ویلی چې دغه اړیکې یوازې د روسیې پر ګټوڅرخی.
په افغانستان کې د امریکاییځواکونو قوماندان جنرال جان نېکلسن هم ویلی و چې روسیه نه یوازې دا چې د طالبانو سیاسی ملاتړ کوی بلکې نوره مرسته او همکاری هم ورسره کوی.
خو اوس چې روسیه غواړی په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړهیوه ناسته جوړه کړې نا تائید شوی راپورونه وایی چې امریکا په دغه ناسته کې له ګډون نه انکار کړی او ویلی چې په دې اړه له دوی سره مشوره نه ده شوې چې له یادې غوندې له جوړېدو د روسیې هدفونه څه دی.
په ورته وخت کېیو شمېر افغان کارپوهان بیا وایی چې په افغانستان کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو استخباراتی او نیابتی جګړې له پخوا څخه روانې وې کوم چې اوس زیاتی شوی دی.
د نړیوالو اړیکو کارپوه لطیف نظری وایی:
“دا چې افغانستان اوس د سیمې او نړۍ د هېوادونو د تقابل په ډګر بدل شوی او په افغانستان کې نیابتی او استخباراتی جګړه روانه ده په دې کې هېڅ شک نشته، د دغه جګړې رېښې له پخوا څخه موجودې وې، خو اوس مهال زیاتې شوی دی.”
دښاغلی نظری په باور د هېوادونو ترمنځ دغه تقابل باید پر همکاریو بدل شی چې دا د یوې فعالېډیپلوماسی په موجودیت کې راتللی شونی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.