کوټه کې سلګونه افغانی کډوال نیول شوی او افغانستان ته اړول کېږی

گزارشگر:سه شنبه 9 سنبله 1395 - ۰۸ سنبله ۱۳۹۵

mandegar-3کوټه کې په تېرو څو ورځو کې شاوخوا ۵۰۰ تنه افغان کډوال نیول شوی او تر پولې افغانستان ته اړول کېږی. په دغو نیول شویو کسانو کې ګڼ شمېر کارټ لرونکی افغانان هم شامل دی.
د کوټې سوداګر د افغان تجارانو نیول غندی او د افغانستان جنرال قونسل وایی، په دې اړه‌یې د بلوچستان له چارواکو سره خبرې کړی او ژر به دا لړۍ بېرته تم شی.
له تېرو ۱۲ ورځو راهیسې د بولدک- چمن تر منځ تړلې پوله لا نه‎ده پرانیستل شوې او افغانستان ته په لسګونو ستنېدونکې کورنۍ هم لا د پولې د تړل کېدو له امله بندې پاتې دی، خو دلته په کوټه کې د افغان کډوالو د نیول کېدو لړۍ پیل شوه.
د ملېشه ځواکونو له‎خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی چې په تېرو دوو ورځو کې یې شاوخوا ٣۵٠ هغه افغانان چې قانونی اسناد یې نه‌لرل، نیولی او تر پولې یې افغانستان ته اړولی.
په دې ترڅ کې د یکشنبې په ورځ د کوټې په ختیځه سیمه کې یوه دینی مدرسه هم تړل شوې او له هغې څخه سل تنه افغان ځوانان نیول شوی چې وایی، له قانونی اسنادو پرته یې دینی زده‎کړې کولې.
د ملېشه ځواکونو نیول کېدو په کوټه کې پر مېشتو افغان کډوالو ځمکه سره کړې او ډېرى یې له ډاره خپلو کارونو او مزدوریو ته نه‎شی تللاى.
د کوټې په نوې اډه کې د شړیو یو دوکاندار افغان نجیب‌الله وایی، د ده د تره زوى او نور خپلوان نیول شوی خو ده په تېښته له ملېشه سرتېرو ځان خلاص کړ.
نجیب‌الله وایی:
“موږ دېرش- پنځه دېرش کاله دلته تېر کړی بیا مو هم دوى په ذلالت باسی زموږ ژوند یې تباه کړى، تر چمنه پورې مو بیایی او تر پولې مو اړوی، د کارټو والا یې هم نیولی کارټونه‌یې ځینې څیرلې دی، زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته وخت راکړل شی او له افغان حکومته غواړو چې هلته زموږ غم وخوړل شی چې خپل وطن ته په عزت لاړ شو.”
د کوټې د تجارانو اتحادیې د دوشنبې په ورځ د ملېشه ځواکونو له‎خوا د افغان کډوالو خصوصاً د افغان تجارانو نیول په یوه احتجاجی مظاهره کې وغندل او له حکومته‌یې غوښتنه وکړه چې دغو افغان کډوالو ته باید افغانستان ته د ستنېدو لپاره ټاکلى وخت ورکړل شی، نه دا چې د اوس غوندې په بې عزتۍ نیول کېږی او تر پولې اړول کېږی.
د تجارانو اتحادیې مشر عبدالرحیم کاکړ وایی:
“افغان مهاجر او افغان دوکانداران دلته جایدادونه لری، دوى ته باید ټاکلې نېټه اعلان شی چې دوى دا خپل دوکانونه او جایدادونه خرڅ کړی او بیا لاړ شی. سپین ږیری او سپین سرې مور پلار یې په کور کې وی دوى یې زامن تر پولې واړوی کورنۍ ورپسې پرېښانه وی. د هر سړی په میلینونو او میلیاردونو روپۍ دلته بندې دی.”
د کوټې تجاران خبردارى ورکوی، که د افغان کډوالو چې اکثره‌یې تجاران او مزدورکاره خلک دی د نیولو لړۍ تم نه‌شی، نو دوى به‌یې پر ضد احتجاج پیل کړی او تر هغه وخته به د بلوچستان د اعلى وزیر د دفتر مخته ناست وی چې حکومت ورته د افغان کډوالو د نه نیولو ډاډ نه‌وی ورکړى.
په احتجاجی مظاهره کې شریک د هلمند ولایت اوسېدونکى یو افغان تجار لالى وایی، په کوټه کې په زرګونو افغانان تجاران کاروبار کوی چې وایی له هغوى څخه په تېرو ورځو کې تر زرو زیات کسان نیول شوی دی.
لالی زیاتوی:
“موږ افغان تجاران دا غواړو چې موږ خپل مالونه وپلورو، موږ خپلې پیسې راټولې کړو، زموږ پر خلکو پیسې پاتې دی د خلکو پر موږ پاتې دی، موږ ته دې د خپلو کاروبارونو د ختمولو لپاره وخت راکړل شی.”
څرګنده نه‌ده چې د افغان کډوالو د نیولو دا لړۍ به څومره وخت دوام وکړی، هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ملېشه ځواکونو له ویاند سره خبرې وکړو خو بریالی نه‌شو.
په کوټه کې د افغانستان جنرال قونسل ښاغلی وحیدالله مومند ازادی راډیو ته د خپلو مالوماتو پر اساس وویل چې په تېرو څو ورځو کې شاوخوا شپږ سوه افغان کډوال نیول شوی دی.
ښاغلى مومند وایی، د بلوچستان له چارواکو او «یو، ان، اېچ، سی، آر» سره‌یې په دې اړه خبرې شوې دی او هیله‌من دى چې وایی، دا لړۍ به بېرته ژر تم شی.
دی زیاتوی:
“په دې هکله مو د وزیر اعلى، افغان کمېشنر او یو، ان، اېچ، سی، آر له دفترونو سره خبرې شوې دی، هغوى وایی چې موږ د ملېشه ځواکونو له دفتر سره خبرې کوو، خو علت‌یې مالوم نه‌دى چې افغان کډوال ولې نیول کېږی، دا چې نیول شوی ټول غریب‎کاره خلک دی او اکثریت‌یې مهاجر کارټونه هم لری، ماشومان هم په‎کې شامل دی. زموږ سفیر صاحب په اسلام‌اباد کې له پاکستانی چارواکو سره خبرې کړی دی هغوى ورته ویلی چې دا پروسه به ودرول شی او نیول شوی افغانان به خوشې شی.”
د یادونې وړ ده چې په بلوچستان کې پخوا هم افغان کډوال د قانونی اسنادو د نه‎لرلو په جرم نیول شوی او تر پولې افغانستان ته اړول شوی دی، خو دا ځل په دومره زیات شمېر افغان کډوال په داسې حال کې نیول کېږی چې څو ورځې وړاندې شاوخوا ۱۰۰ تنه پاکستانیان چې په کندهار کې د کار پر مهال نیول شوی وو، پاکستان ته راواړول شول.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.