د سناتوران اندېښنې: امنیتی وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی

گزارشگر:چهار شنبه 16 حمل 1396 - ۱۵ حمل ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د مشرانو جرګې د سې شنبې ورځې عمومی غونډه چې تر ډېره په امنیتی مسایلوڅرخېده، اکثرو سناتورانو اندېښنه وښوده چې د هېواد بېلابېلو برخو کې امنیتی وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.
د مشرانو جرګې د دغې ورځې د غونډې مشرې دوهم مرستیال اصف صدیقی کوله او د سناتورانو له څرګندونو وروسته ‌یې اړوند کمېسیون ته دنده وسپارله څو امنیتی چارواکی وغواړی او د سناتورانو اندېښنې ورسره شریکې کړی.
نوموړی وایی:
“کومې ناامنۍ چې سرپل، فاریاب، جوزجان او ځینو ولایتونو کې دی د کورنی امنیت او دفاعی چارو مشر هاشم الکوزی مکلف دی چې امنیتی چارواکی کمېسیون ته وغواړی او دا موضوع جدی مطرح کړی، موږ په کراتو دا خبره تکرار کړې چې ژمی کې باید عملیات شوی وای خو په خواشینۍ سره کله چې ولایتیا ولسوالۍ سقوط وکړی بیا قوتونه ځی.”
مشرانو جرګې تردې وړاندې ویلی چې دا مهال د هېواد پنځه ولایتونه د وسله‌‎والو مخالفینو له‎خوا محاصره دی او په ۱۸ ولایتونو کې جګړه روانه ده.
سناتور عبدالله قرلق د جرګې د سې شنبې په عمومې غونډه کې وویل چې لا هم وسله‎وال مخالفین په کندز کې فعال حضور لری او که د دغه ولایت امنیت ته جدی پاملرنه ونه‎شی دا ولایت به یوځلی بیا د وسله‎والو مخالفینو لاسته ورشی.
نوموړی وایی:
“که حکومت د کندز د امنیتی ستونزو د هواری لپاره جدی اقدامات ونه‎کړی د دې ویره شته چې دغه ولایت بیا سقوط وکړی،ځکهڅلور کیلو مټرۍ کې لا هم مخالفین حضور لری، دې خلکو ته ډېرې اندېښنې پیدا کړی دی.”
د مشرانو جرګې په غونډه کې د نورو ولایتونو د ناامنیو ترڅنګ سناتور لطف الله بابا وویل چې د ننګرهارښار ته نېږدې سېمو کې هم امنیتی ستونزېډېرې شوی او په وینایې چې د وسله‎والو له‎خوا ولسی خلک او قومی مشران وژل کېږی.
نوموړی وایی:
“ننګرهار کې امنیتی وضعیت د اندېښنې وړ دی ان ښار ته نېږدې سېمو کې ولسی وژنې پیل شوی قومی مشران او سپین‎ږیری وژل کېږی، په رڼا ورځ چې رودات ولسوالۍ د ښار تقریبآ په ۲۰ کیلومټرۍ کې پرته ده دوه قومی مشران د مخالفینو له‎خوا وژل شوی دی.”
خو د ملی دفاع وزارت لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علی مراد د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو سره په خبرو کې د هېواد د امنیتی وضعیت د خرابېدو په تړاو د مشرانو جرګې د غړو اندېښنې بېځایه وګڼلې ویې ویل، دا مهال د هېواد په اکثرو ولایتونو کې د وسله‎والو مخالفینو د ځپلو لپاره عملیات روان دی.
ښاغلی مراد زیاته کړه:
“د امنیتی وضعیت په اړه هېڅډول اندېښنه نشته د افغانستان خلک له خپلو امنیتیځواکونو سره همکاری لری موږ ویلای شو چې دا مهال هلمند، کندز، بغلان، هرات، فاریاب او د هېواد ختیځ او نورو سېمو کې پوځی عملیات پیل کړی دی.”
دا خبرې په داسې حال کې کېږی چې د ځنېو سناتورانو په وینا د هېوادیو شمېر ولسوالۍ له سقوط سره مخ دی او که حکومت امنیتی وضعیت ته جدی پاملرنه ونه‎کړی ممکن په روان کال کې امنیتی ننګونې لا پسې زیاتې شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.