نادری: د کور جوړونې د تصدۍ فابریکه به پر عصری وسایلو سمبال شی

- ۲۱ حمل ۱۳۹۶

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت وایی چې د روان ۱۳۹۶ لمریز کال تر پایه به د کور جوړونې د تصدۍ فابریکه پر نویو عصری وسایلو سمبال کړی.
د ښارجوړونې وزیر سید سادات منصور نادری د یکشنبې په ورځ د کور جوړونې تصدۍ د اصلاحاتو او ریفورم د لومړۍ تفاهم‎لیک د لاسلیک پر مهال وویل چې راتلونکو څو میاشتو کې به د تصدۍ د رغاونې چارې پیل شی.
MANDEGARښاغلی نادری وایی چې د کورجوړونې د تصدۍ په بیا فعالیت سره به د اقتصادی پراختیا تر څنګ ډېرو خلکو ته د کار زمینه هم برابره شی.
نوموړی وایی: «زه هیله لرم هغه تفاهم‎لیک چې موږ لاسلیک کړ له مخې به یې د روان کال تر پایه د تصدیو په تشکیلاتو او د معاشونو برخه کې د بدلونونو او دغه راز د حکومت د عایداتی سرچینو د جذبولو برخه کې شاهدان واوسو، اوس مهال د حکومت د ټولو دولتی ودانیو د پروژو مسؤلیت د ښار جوړونې وزارت ته سپارل شوی.”
ښاغلی نادری وایی چې تېرو دوو کلونو کې د کور جوړونې د تصدۍ په رهبری کې اصلاحات راغلی او دغه تصدۍ کې مسلکی کسان په دندو ګمارل شوی.
نوموړی وایی، د افغانستان د کور جوړونې تصدۍ اوس مهال د دارالامان ودانۍ لومړی فاز جوړ کړی او دغه راز یې پر سردار محمد داود خان روغتون له حملې وروسته ویجاړې شوی ځینې برخې بېرته رغولی دی.
د کورجوړونې تصدی په ۱۳۴۷ لمریز کال کې د ښار جوړونې وزارت په چوکاټ کې جوړه شوه.
دغې تصدۍ کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د مکروریانونو په څېر د استوګنې زرګونه کورونه جوړ کړل، خو د کورنۍ جګړو پرمهال د نورو تصدیو په څېر د کور جوړونې تصدی هم ویجاړه شوه.
په ورته وخت کې د افغانستان د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د کمېسیون رئیس نادر نادری هم وویل چې هڅه کوی څو د کور جوړونې په تصدۍ کې اصلاحات راولی.
نوموړی وایی چې د کور جوړونې تصدی په بشپړ فعالیت سره به د خلکو په ژوند کې بدلون راشی او هم به بېلابېلو ولایتونو کې د افغانستان له کلتور سره سم ښارګوټې او اپارتمانونه جوړ شی.
نوموړی وایی: “له هغو ټولو اصلاحاتو څخه موږ ملاتړ کوو چې له مخې یې زموږ ښارونه ځانګړی او بڼه یې بدله شی او خلکو ته خدمتونه آسان شی او د تصدیو یوه عمده دنده دا ده چې کومې دولتی ودانۍ جوړېږی باید د نورو هېوادونو کټ مټ کاپی ونه اوسی او د اوس مهال معماریو سره برابره وی.”
ښاغلی نادری وایی چې اوس مهال هیواد کې زیات شمېر ودانۍ د بهرنیو هېوادونو له نقشو څخه په استفادې جوړې شوی دی.
د افغانستان د ښار جوړونې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال افغانستان کې درې تصدۍ موجودی دی چې د کور جوړونې او بنایی یې له اقتصادی پلوه په ځان بسیا او د افغان تصدی یې له اقتصادی زوال سره مخ ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.