د کونړ والی: ولایت کې د داعش په ګډون ۹ تروریستی ډلې فعاله دی

- ۲۶ حمل ۱۳۹۶

د کونړ ولایت چارواکی وایی، دغه ولایت کې له یو کال راهیسې د داعش په ګډ‌ون ځینې نورې تروریستی ډلې لیدل شوی او هڅې کوی چې د دغه ولایت ځینو ولسوالیو کې تروریستی فعالیتونه پیل کړی.
د کونړ والی وحیدالله کلیمزی د دغه ولایت مرکز اسعداباد کې خبریالانو ته وویل، دغه تروریستې ډلې اکثره د بهرنیو استخباراتی کړیو په لمسون، د افغانستان سرحدی mandegarولایتونو او په تېره کونړ ولایت ته را استول کیږی.
ښاغلی کلیمزی وویل: “کونړ کې په مجموع کې نهه ډلې فعالیت کوی. زیاتره یې له هېواده بهر تجهېزېږی، تمویلېږی، روزل کېږی او دغه ولایت ته استول کېږی. په‎دې وروسیتو شپو ورځو کې زموږ د استخباراتی ادارو د معلوماتو له مخې دوی د کونړ ځینو سیمو کې له وسلو سره لیدل شوی او تیاری نیسی چې په تروریستی اعمالو لاس پورې کړی.”
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه کاله دمخه د داعش ډلې د لومړی ځل لپاره د ننګرهار ولایت د شینوارو په سرحدی ولسوالیو لکه، اچین، هسکه مینه، کوټ او داسې نورو کې فعالیتونه پیل کړل.
د افغانستان امنیتی ځواکونو او د سیمې د خلکو د معلوماتو له مخې، دغې ډلې یادو ولسوالیو کې په لسګونو ملکی کسان وژلی او د سیمی د خلکو په لسګونو کورونه یې سوځولی او ویجاړ کړی یې دی.
افغانستان امنیتی ځواکونو د دغې ډلې پرخلاف پر له‎پسې عملیات ترسره کړی او وایی چې دغه ډله یې تر ډېره ځپلې او د راتلونکو فعالیتونو د شنډولو لپاره یې تدابیر نیولی دی.
سره له‎دې چې افغانستان امنیتی ځواکونه د ننګرهار ولایت سرحدی ولسوالیو کې د داعش د ډلې د ځپلو خبرې کوی خو له ځینو نورو ولایتونو څخه رارسیدلی خبرونه وایی چې د داعش د ډلې جنګیالی په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم لیدل شوی او فعالیتونه یې پیل کړی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت ډاډ ورکوی چې د داعش او داسې نورو ډلو د ځپلو لپاره یې تدابیر نیولی دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش د جمعې په ورځ په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: “موږ تصمیم لرو چې ۱۳۹۶هجری لمریز کال کې د دغو ټولو ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړو، زه باوری یم چې زموږ دفاعی ځواکونه کولای شی چې د داعش د ډلې په څېر ټولې ډلې، یوازې په کونړ کې نه، بلکې په هره سیمه کې چې سر راپورته کړی پرضد به یې پوځی اقدام وشی او خلکو ته به ښه امنیتی شرایط برابر کړی.”
کارپوهان وایی، افغانستان تر ډېره ځایه یو غرنی هېواد دی او بله دا چې له ګاونډیو هېوادونو سره پرانیستې پولې لری.
دوی وایی، اکثره تروریستان په ډېرې اسانۍ سره کولای شی چې پر دغو پولو را واوړی.
د دغو کار پوهانو له ډلې سردار ځدران وایی، د دغو ډلو د ځپلو مؤثره لار د هوایی ځواکونو پیاوړتیا ده.
د دفاع وزارت وایی، د افغانستان هوایی ځواک د پیاوړتیا په حال کې دی او شته ستونزو ته به ځواب ووایی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.