د مې اوله د کارګرانو نړیواله ورځ، خو افغانستان کې د بې‌کارۍ ستونزې

- ۱۲ ثور ۱۳۹۶

د کارګرانو د نړیوالې ورځې له را رسېدو سره، افغانستان کارګران د کار له نشتوالی او د تنخواه ګانو له کمښت څخه شکایت کوی.
سږ کال هم افغانستان کارګران د تېر په څېر، شکایت کوی چې حکومت د دوی د وضعیت ښه کولو ته پاملرنه نه کوی.
دوی دا انتقادونه د میلادی کال د مې د لومړۍ ورځې په مناسبت چې د کارګرانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، مطرح کوی.
MANDEGARدوی له حکومته غواړی چې د دوی د وضعیت ښه کولو ته دې تدابیر ونیسی.
محراب‌ګل یو کارګر دی چې له څو کلونو راهیسې د کار له نشتوالی ځورېږی.
“ستونزې ډېرې دی، کومه یوه به ووایم، بې‌روزګاری ده، د کور کرایه ده او داسې نورې ډېرې زیاتې دی، د کار په لټه به چوک ته لاړم، کارونه نه‌شته، له ستونزې ډکې شپې ورځې تېروو، دغه مو هیله ده چې موږ ته د کار زمینې برابرې شی.​“
یو بل کاریګر عبدالرزاق د تنخواه له کموالی شکایت کوی.
ده ازادی راډیو ته وویل، له دې امله‌یې ستونزې ورځ په ورځ زیاتېږی.
ښاغلی عبدالرزاق زیاتوی: “تنخواه مې اته نیم زره ده، ګزاره مې پرې نه‌کېږی، له یتیمانو سره اته نهه ماشومان را تر غاړې دی، غوښه خو په کال کې نه‌وینو، ډېر څه چې وکړو کچالو خوړلی شو، له دولت څخه غواړو چې تنخواه‌ګانې مو زیاتې کړی.​“
د مې لومړۍ ورځ چې د کارګرانو د نړیوالې ورځې په نامه یادېږی، په افغانستان او د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې لمانځل کېږی.
افغان کارګران په دغه ورځ تر ډېر ځایه خپلې ستونزې دولت ته وړاندې کړی.
په افغانستان کې د اویایمې لسیزې وړاندې، یو شمېر تولیدی فابریکې لکه د غوری د سمنټو، جنګلک، د ګلبهار نساجی، د بغلان د قندو، د بګرامی نساجی او داسې نورې فعالې وې چې ګڼ شمېر افغان کارګر په‌کې، په کارونو بوخت وو.
خو په دې هېواد کې د کورنیو جنګونو له پیلېدو سره دغه فابریکې تر ډېره حده له‌منځه لاړې او کارګران‌یې اوزګار شول چې دغه ستونزه تر اوسه هم پر ځای پاتې ده.
د افغانستان د مشرانو جرګې ځینی غړی، په هېواد کې بې‌کاری یوه لویه ستونزه ګڼی او وایی چې دغه وضعیت به ستونزې نورې هم زیاتې کړی.
سناتوره انارکلی هنریار وایی: “بې‌کاری ډېره ده، د کار په خاطر ډېری ځوانان بهر ته ځی، ډېر ماشومان په شاقه کارونو بوخت دی او دغه وضعیت لامل کېږی چې ځوانان له مخالفینو سره یوځای شی، هیله‌منده یم چې افغان حکومت، بنیادی کارونه وکړی چې بې‌کاری له‌منځه لاړه شی.”
په ورته وخت کې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت منی چې په هېواد کې بې‌کاری زیاته ده خو ټینګار کوی چې حکومت د کارګرانو د ستونزو د هوارولو لپاره یو لړ هڅې کړی دی.
د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی ازادی راډیو ته وویل: “موږ یې منو چې په ځینو ځایونو کې ستونزې او خنډونه شته، هیله‌مند یو چې دغه ستونزې په روانو هڅو هوارې شی، د افغانستان دولت په کلکه سره ژمن دی، موږ په دې برخه کې لاسته راوړنې هم لرو او کارګرانو ته مو ډېر امکانات برابر کړی دی.”
بلخوا د افغانستان د کارګرانو ملی ټولنه وایی چې که حکومت دغې ستونزې ته پاملرنه ونه‌کړی، د کاریګرو ستونزې به زیاتې او په یوه ناورین بدلې شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.