د سپین بولدک او چمن نښتې په تړوا د افغانستان او پاکستان اعتراضونه

- ۱۷ ثور ۱۳۹۶

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان د سرحدی ځواکونو ترمنځ د وروستۍ شخړې په تړاو دواړو هېوادونو اعتراض کړى دى.
افغانستان حکومت وایی، د کندهار ولایت د سپین بولدک او چمن ترمنځ په صفری سیمه کې پرونۍ نښته اول پاکستانی پوځیانو پیل کړه.
د کرښې په دواړو لوریو کې د ازادی راډیو خبریالان د امنیتی سرچینو په حواله وایی، په دې نښته کې چې له سپکو او درنو وسلو په کې کار اخیستل شوى، دواړو لوریو ته MANDEGARمرګ ژوبله اوښتې ده.
وروستی راپورونه وایی چې په دواړو لوریو کې ١۵ تنه وژل شوی، دغه راز د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو نور ټپیان شوی دی.
د پېښې په تړاو افغانستان حکومت پرون جمعه په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار او خپل سخت اعتراض یې ورته څرګند کړ.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغنی تېره شپه ازادی راډیو ته وویل: “د افغانستان اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د لقمان او نظر په نامه کلیو د درنو وسلو د انداختونو او په ساحه کې د پاکستانی پوځیانو د نورو سرغړونو په تړاو احضار او په دې اړه یې خپل سخت اعتراض ورته څرګند کړ، ورته وویل شول چې اول انداخت د پاکستانی ځواکونو له خوا شوى دى.”
د پرونۍ نښتې په تړاو په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوى و.
د بهرنیو چارو وزارت وایی، د افغانستان شارژدافیر د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکې نښته اول د افغان ځواکونو له خوا پیل شوې ده.
افغانستان حکومت وایی، د لقمان او نظر په نامه کلی له ډیورند کرښې دې غاړې ته د افغانستان په خاوره کې پراته دی، نو ساتنه او دفاع یې د افغان ځواکونو دنده ده.
پرونۍ نښتې تر لسو ډېر ساعتونو ډېره موده دوام وکړ.
بلخوا د ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون غړی محمد داود کلکانی له ازادی راډیو سره په خبرو کې له پاکستانه غوښتنه وکړه: “ډیورند د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه فرضی کرښه ده چې افغانانو ته د منلو وړ نه ده، پاکستانیان باید پر دې کرښه د تاسیساتو او ودانیو له جوړولو ډډه وکړی چې د شخړې سبب کېږی، پاکستانیان باید متوجه وی، که دوى هره ورځ له دې کرښې دې غاړې ته تاسیسات جوړوی دا مسئله د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ ستونزې پیدا کوی.”
د افغانستان په ختیځ کې ډیورند کرښې ته څېرمه له نورو پرتو سیمو هم د پاکستانی پوځیانو د تحرکاتو راپورونه ورکول شوی دی.
د مشرانو جرګې ځینو غړو تېره میاشت په یوه غونډه کې اعتراض وکړ چې پاکستانی قواوو له اعتراضونو سره- سره د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د تاسیساتو جوړولو چارې نه دی درولی.
د افغانستان او پاکستان سرحدی ځواکونه تېر کال په تورخم کې هم په خپلو کې په جګړه اوښتی چې مرګ ژوبله یې هم اړولې وه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.