غورځنګ: امریکا نوې ستراتیژی کې د افغانستان لومړیتوبونه په پام کې نیسی

- ۱۹ ثور ۱۳۹۶

په داسې حال کې چې ټاکل شوې امریکا په لنډو ورځو کې د افغانستان په اړه خپله نوې استراتیژی اعلان کړی، افغانستان حکومت وایی، امریکا ډاډ ورکړی چې دغې ستراتیژی کې به د افغانستان لومړیتوبونه په پام کې ونیسی.
د افغانستان د ملی امنیت شورا د دفتر ویاند تواب غورځنګ د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې له امریکا سره شویو خبرو کې ډاډ ورکړل شوی چې د ترهګرۍ پر MANDEGARوړاندې د مبارزې برخه کې به د افغانستان غوښتنې په پام کې ونیول شی.
ښاغلی غورځنګ زیاته کړه: “بې له شکه، کومې غوښتنې او نظریات چې د افغان دولت له لوری مطرح شوی، امریکا موږ ته ډاډ راکړی چې دا به د ترهګرۍ په وړاندې په نوې پالېسۍ کې په پام کې ونیسی.”
د ښاغلی غورځنګ په وینا، د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو په ځانګړی ډول د هوایی ځواکونو پیاوړی کول او تجهیز، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې برخه کې د څلور کلن پلان عملی کول او د دغو ډلو په ځانګړی ډول داعش له‌منځه وړل د افغان دولت د لومړیتوبونو یوه برخه ده.
په دې وروستیو کې د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس او د نوموړی هېواد د ملی امنیت سلاکار مک‎مسټر افغانستان ته سفرونه وکړل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د واشنګټن پالېسی د دغو سفرونو د اجنډأ یوه مهمه برخه وه.
یو شمېر امریکایی ورځپاڼو مخکې تر دې راپورونه ورکړی چې د امریکا ولسمشر به ډېر ژر په دې اړه پرېکړه وکړی چې افغانستان کې څه ډول اقدام کوی.
نیویارک پوسټ ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې تر همدې سرلیک لاندې یو مطلب چاپ کړی چې د افغانستان په اړه د امریکا د نوې استراتېژۍ په اړه په‌کې راغلی دی.
ورځپاڼه لیکلی چې د ولسمشر ټرمپ په امنیتی کابینه کې د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدمهالې جګړې په اړه تر څو اوونیو بحث وروسته بالاخره تېره اوونۍ امنیتی چارواکی د افغانستان په اړه د مهمو ستراتیژیکو ټکو په برخه کې موافقې ته ورسېدل.
په دغو بحثونو کې هغه چارواکی چې افغانستان کې د امریکا د پوځی پراختیا پلویان وو، بریالی شوی دی.
نیویارک پوسټ وایی، تر کومه چې طالبان سولې ته نه‌وی حاضر شوی، پر وړاندې به‌یې بریدونه زیات شی.
یادې ورځپاڼې د یو شمېر امریکایی چارواکو له قوله چې نومونه‌یې نه‌دی اخیستل شوی، خو د دغې ستراتیژۍ له محتویاتو خبر دی، لیکی چې د دغې ستراتیژۍ د عملی کولو لپاره په کلنی ډول ۲۳ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.
خو د افغانستان د مشرانو جرګې رییس وایی، افغانستان د خپلو ګاونډیو هېوادونو په پرتله ډېر زیامن کېږی، هغه ګاونډیان چې د ده په باور د دولت د مخالفو وسله‎والو ډلو ملاتړ کوی.
فضل‌الهادی مسلمیار د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، ټول هغه کسان چې د افغانستان د خلکو د ځورونې لامل ګرځی، امریکا یې باید پر وړاندې عملی اقدام وکړی.
ښاغلی مسلمیار زیاته کړه: “په دې نېږدې وختونو کې امریکا د افغانستان پر وړاندې خپله نوې پالېسی وروستۍ کړې او که خدای غوښتل اعلان به شی، دا پالېسی به د افغانستان د خلکو په خیر او د دوی ملاتړ لپاره وی، هغه څه چې موږ ورڅخه نن ځورېږو او هغه تکلیف چې له ګاونډیانو څخه رارسېږی، د امریکا له دوستۍ څخه دی، باید امریکا ناځوانی ونه‌کړی او د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږی او د هغوی پر وړاندې چې زموږ خلکو ته تاوان رسوی، عملی اقدام وکړی.”
د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه په تېرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا له کړنو څخه ده.
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس په دې باور دی چې باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې د اوږدې مودې لپاره د افغانستان له خلکو څخه ملاتړ د امریکا د نوې پالېسۍ یوه برخه وی.
د راپورنو له مخې، ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتیژی د روانې مېلادې میاشتې تر ۱۶مې نېټې اعلان شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.