د مخدره موادو د مبارزې وزارت: نه همغږۍ د مخدره موادو په وړاندې مبارزه ټکنۍ کړې

گزارشگر:چهار شنبه 27 ثور 1396 - ۲۶ ثور ۱۳۹۶

mandegar-3د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت د مخدره موادو د کښت او قاچاق په وړاندې د اغېزمنې مبارزې لپاره د اړوندو ادارو پر همغږۍ ټینګار کوی.
یاد وزارت وایی، تر کومه چې د مخدره موادو په وړاندې د اړوندو ټولو ادارو ترمنځ لازمه همغږی او همکاری رامنځته نشی د مخدره موادو د کښت او قاچاق په وړاندې مبارزه به بې نتیجې وی.
د دغه وزارت د پالیسۍ او همغږۍ مرستیال جاوید احمد قایم د سې شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د مخدره موادو په وړاندې د اغېزمنې مبارزې لپاره د ادارو ترمنځ همغږی ډېره اړینه ده.
نوموړی زیاته کړه: “زما فکر دا دی چې دغه ادارې سره تر اوسه منسجم شوی نه دی او ټولې ادارې په وېشلی ډول کار کوی او په کار دا ده چې ټول سره په ګډه او په یو وخت کار وکړی، سره له دې چې ټول د یو هدف لپاره کار کوی، خو دا چې کارونه په وېشلی ډول کېږی نتیجه یې نه معلومېږی.”
ښاغلی قایم وایی، د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د دوی امکانات ډېر محدود دی او له نړیوالو مرسته کوونکو یې دا غوښتنه ده چې په دې برخه کې له دوی سره دوامداره همکاری وکړی.
د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت د اندېښنې په ښودلو سره وایی چې ښایی چې په یو شمېر ولایتونو کې د کوکنارو کښت له دې هم اضافه شی.
د دغه وزارت موندنې ښیی چې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې په څه باندې دوه سوه زره جریبه ځمکه باندې کوکنار کرل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستانی چارواکو او مسؤلینو تل دا خبره کړې چې مخدره مواد او ترورېزم سره تړلی دی چې د دوی په خبره تروریستی ډلې او مخالفین له همدې پدیدې تغذیه کېږی او په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکوی.
خو سره له دې چې افغانستان حکومت د مخدره موادو سره د مبارزې په هدف د یو وزارت په ګډون بېلا بېلې نورې ادارې هم جوړې کړی خو لېدل کېږی چې د نړیوالو مرسته کوونکو د ډېرو مرستو سره سره دغه مبارزه د بریالیتوب پرځای ورځ تر بلې لا پېچلې کېږی.
په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال میرزا محمد یارمند بیا وایی چې د مخدره موادو موضوع یوه نړیواله موضوع ده او په وړاندې یې باید ګډه مبارزه وشی.
ښاغلی یارمند وایی: “لکه څنګه چې د ترورېزم منشا افغانستان نه دی همداشان د مخدره موادو منشا هم افغانستان نه دی بلکې په نړیواله کچه مارکېټ شته چې د هغوی په غوښتنه مخدره مواد دلته تولېدېږی او پر وړاندې یې مبارزه یوازې د افغانستان کار نه بلکې ګډې همکارۍ ته اړتیا لری.”
ښاغلی یارمند ټینګار کوی چې که افغانستان حکومت د کوکنار د کښت د مخنیوی او د قاچاق کوونکو د نیولو لپاره، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د ګډې مبارزې پروګرام پلی نه کړی، ګرانه به وی چې د کوکنارو کښت او د مخدره موادو تولید، له دې هېواده ورک شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.