چین په کاسا زر او تاپی پروژو کې د پانګونې لیوالتیا لری

گزارشگر:شنبه 30 ثور 1396 - ۲۹ ثور ۱۳۹۶

mandegar-3په کابل کې د چین سفیر ویلی، چې چین په کاسا زر او تاپی پروژو کې د پانګونې لیوالتیا لری؛ ځکه، چې په سیمه ییزو پروژو کې افغانستان د چین په لومړیتوب کې دی.
په کابل کې د چین سفیر یو جینګ له آریانا نیوز سره د یوې ځانګړی مرکې پرمهال په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د پانګونی لپاره بشپړ فرصتونه شته او پانګوال مو لیوالتیا لری، چې د افغانستان په لویو سیمه ییزو پروژو کې لکه کاسا زر او تاپی پروژې په پلی کیدو کې پانګونه وکړی.
دی زیاتوی، د چین او افغانستان تر منځ د اقتصادی همکاریو لړۍ ښه پرمخ روانه ده.
دی وایی، چې د چین او افغانستان ترمنځ د هوایی پروازونو زیاتوالی، له ریل پټلۍ سره نښلیدل او د نوری فیبر پروژو پلی کیدل د بد خشان له لارې دا ټول اقتصاډی فعالیتونه دی، چې د دواړو هېوادونو د پرمختګ سسب به شی.
د یوجینګ په وینا؛ مونږ غواړو په افغانستان کې د اقتصادی لار څخه ثبات ته ورسیږو. کله، چې خلکوته د کار زمینه برابره شی؛ نو پخپله سو له او امن هم راځی.
د یادونې وړده، چې د چین او افغان حکومتونو چارواکو ویلی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ به ډېر ژر د اقتصادی فعالیتو نو یو ګډ او نوی فصل پرانستل شی او په پراخه توګه به اقتصادی پروژې هم پلی شی.چین په افغانستان کې منظم اقتصادی پرمختګونه د ثبات او اقتصاد دغوړیدو لامل بولی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.