الکوزی: افغانستان کې د ناامنۍ د وروستی وضعیت له امله پانګونه درېدلې

گزارشگر:دوشنبه 15 جوزا 1396 - ۱۴ جوزا ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایی، د کابل وروستیو خونړیو پېښو نه یوازې پانګونه په ټپه ودروله بلکې د یو شمېر پانګه‎والو له لوری یې له افغانستانه د پانګو د ایستلو په اړه جدی اندېښنې پیدا کړی دی.
د دغه خونې مرستیال خان جان الکوزی د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، که په کابل کې امنیتی حالت همدغسې دوام وکړی نو لېرې نه‎ده چې د پانګونې په برخه کې ستونزې لاپسې ډېرې شی.
نوموړی وایی:
“د ناامنۍ د وروستی وضعیت له امله پانګونه درېدلې، یو شمېر پانګه‎والو سره په دې اړه اندېښنه پیدا شوې او دوی هڅه کوی چې خپلې پېسې له افغانستانه وباسی، نو زه په دې باور یم که امنیت ښه نه‎شی، په دې برخه کې به افغان سوداګر له جدی ستونزو سره مخامخ شی.”
ښاغلی الکوزی وایی چې په تېرو څو کلونو کې په روژې میاشت کې پانګونه او سوداګری ډېرېده خو سږ دا میاشت د ناامنیو له امله پانګونه په ټپه دریدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د سوداګرۍ خونې د چارواکو د معلوماتو له مخې په کابل کې د وروستیو خونړیو پېښو له امله د ځانی زیانونو ترڅنګ نېږدې خصوصی شرکتونو ته شل میلیونه ډالره زیان رسیدلی دی.
دغه موټر بم چاودنه چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د کابل ښار زنبق څلور لاری ته څېرمه رامنځ ته شوه په سیمه کې یې خصوصی سکتور ته ستر مالی زیانونه واړول.
په ورته کې افغان سوداګر اعتبار خان ځدراڼ له امنیتی ځواکونو غوښتنه کوی چې د عمومی وضعیت د ښه کېدو په هدف خپلې هلې ځلې تېزې کړی.
ښاغلی ځداراڼ ازادی راډیو ته وویل چې دولت باید د امنیت د ساتنې لپاره جدی کار وکړی ترڅو بهر ته د پانګې د ایستو مخنیوی وشی:
“اساسی غوښتنه زموږ د ټولو سوداګرو امنیت دی، ناامنی زموږ لپاره یو جدی ګواښ، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې باید په دې برخه کې جدی پاملرنه وکړی ترڅو د پانګې د ایستلو نه مخنیوی وشی.”
په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوی چې د پانګه‎والو پانګې او د ژوند ساتنه یې لومړیتوب دی او له همدې امله یې امنیتی ارګانونو ته دنده سپارلې چې په دې برخه کې جدی هلې ځلې وکړی.
د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش په دې اړه ازادی راډیو ته وویل:
“کورنیو چارو وزارت د سوداګر او د دوی د کار د امنیت د خوندی کولو لپاره چې بهتر امنیت ورته ونیول شی د ترورېزم په وړاندې د مبارزې ریاست ته دنده سپارلې چې هر هغه څه چې په توان کې یې لری د دوی د کارونو د ښه ترسره کېدو لپاره باید اقدام وکړی.”
د اقتصادی چارو یو شمېر کارپوهان وایی چې له افغانستانه څنګه د پانګې احتمالی تېښته به په هېواد کې بې وزلی او بې کاری زیاته او د خلکو په ژوند به بد اغېز وکړی.
له دې ډلې عبدالله واحد یار ازادی راډیو ته وویل، په داسې یو حال کې چې حکومت لا د مخه د سترو اقتصادی پروژو په تطبیق کې پاتې راغلی که روان سوداګریز فعالیتونه او پانګونه هم ضربه وینی، زیان یې ټول دولت ته رسېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.