مشرانو جرګه: حکومت باید د اعتراض کوونکو روا غوښتونو ته رسیدګی وکړی

گزارشگر:دوشنبه 22 جوزا 1396 - ۲۱ جوزا ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان مشرانو جرګه له حکومته غواړی چې د معترضینو روا غوښتنو ته دې رسېدنه وکړی، تر څو ژر د تحصن خېمې ټولې شی.
مشرانو جرګه وایی، د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د اعتراض کوونکو خېمو ښاریانو ته ګڼې ستونزې جوړې کړی او په خبره یی حکومت باید له هر څه وړاندې د هغوی روا غوښتنو ته رسیدنه وکړی، څو دغه خېمې ټولې شی.
د مشرانو جرګې غړو د یکشنبې په ورځ په عمومی غونډه کې وویل که حکومت د معترضینو مشروع غوښتنو ته رسیدنه ونه کړی، نو دښمن به له وخت څخه په استفادی نورې ستونزې جوړې کړی.
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقی چې د یکشنبې ورځې جلسې مشری یې کوله وویل:
“موږ هم د مدنی فعالیتونو طرفدار یو مګر داسې نه چې خلکو ته مشکلات جوړ کړی، دوی د کابل ښار شپږ میلیونه ښاریان له مشکلاتو سره مخ کړی دی، سمه ده موږ د قانون په چوکاټ کې د دوی نه ملاتړ کوو، مګر دښمن له دې وخت څخه استفاده کوی، زموږ غوښتنه له حکومت نه داده چې دا موضوع دې په جدی توګه تعقیب کړی.”
ښاغلی صدیقی زیاتوی که د ولسی جرګې لخوا جوړ شوی کمېسیون د اعتراض کوونکو ستونزې له حکومت سره حل نه کړې نو مشرانو جرګه به یو پلاوی د دې ستونزو د حل په خاطر وګماری.
دا څرګندونې داسې مهال کېږی چې د ولسی جرګې لخوا جوړ شوی کمېسیون له ولسمشر اشرف غنی سره له لیدنې وروسته ویلی چې د اعتراض کوونکو ټولې قانونی غوښتنې منل کېږی او دارنګه ولسمشر ډاډ ورکړی چې هغو کسانو سره به قانونی چلند کېږی چې پر لاریون کوونکو یې ډزې کړی.
د جمعې په ورځ وروسته له هغې چې په کابل کې د خونړۍ پېښې په غبرګون کې مظاهره په تاوتریخوالی واوښته، مظاهره چیانو په کابل ښار کې د تحصن خیمې ووهلې.
اعتراض کوونکی د ملی امنیت سلاکار او د ځینو نورو امنیتی مسؤلینو له دندې ایسته کېدل، پر لاریون کوونکو د بریدکوونکو کسانو په نښه کېدل او د هغوی محاکمه د اعتراض کوونکو مهمې غوښتنې دی.
بلخوا د ولسمشرد ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوی ازادی راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:
“ولسمشر تېره شپه هم یو شمېر وکیلانو سره لیدنه وکړه، هغوی د نړیوالو موسیسو، ایمرجنسی روغتون او د کابل ښاریانو ستونزې چې د تحصن د خېمې د درولو له امله ورته راولاړې شوی دی شریکې کړې دوی وویل حتی د دې امکان هم شته چې ایمرجنسی روغتون خپل فعالیت په افغانستان کې بند کړی او ولسمشر هم وویل د اعتراض کوونکو ټولو قانونی غوښتنو ته پام شوی دی، په راتلونکی کې هم حکومت چمتو دی چې د دوی روا غوښتنو ته رسېدنه وکړی”
د مشرانو جرګې یوه بله غړې ګلالۍ اګبری وایی د کابل په بېلابېلو سیمو کې د خېمو درولو له امله بیکاری زیاته شوې، په دایمی شکل لارې بندې دی او خلکو ته یې ګڼې اقتصادی ستونزې اړولې کړې دی.
مېرمن اکبری زیاتوی چې حکومت باید ژر د اعتراض کوونکو روا غوښتنو ته درسیدنه وکړی تر څو د اعتراض کوونکو خیمې له کابله ټولې شی او خلک په عادی ډول خپل ژوند وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.