مسوولان: د اطفایې ولایتی څانګې اکمالاتو او تجهیزاتو ته اړتیا لری

گزارشگر:یک شنبه 28 جوزا 1396 - ۲۷ جوزا ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د اطفایې یا اور وژنې چارواکی وایی چې که په ټولو ولایتونو کې د اطفایې ځانګې په بشپړ ډول تجهیز او سمبالې شی، په هېواد کې به د لویو پېښو او ډیر زیان مخنیوی شوی وی.
د افغانستان د اطفایې قوماندان محبوب امیری د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې دوی یاده ستونزه په وار وار له دولتی چارواکو سره شریکه کړې، خو دې برخې ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
ښاغلی امیری زیاته کړه: “۳۴ ولایتونه اکمالاتو، تجهیزاتو او پر مختللو وسایلو ته اړتیا لری، هغه وسایل چې له‎منځه تللی باید بیا بشپړ شی، موږ زر ځله دا ستونزه بیان کړې، تر دې چې د روزنې یو مرکز مو ډېر په سختۍ فعال کړ، له دې مرکزه به لږ تر لږه ۱۰۰کسان فارغ شی چې د نورو معیوبو کسانو ځای به ډک کړی.”
د یادونې ده چې په افغانستان کې اطفایه د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوی.
د اطفایې د مشر محبوب امیری په وینا، د افغانستان اطفایه په ۳۴ ولایتونو او اتو بندرونو کې څانګې لری، خو د ده په خبره، په داسې وضعیت کې نه‎دی چې پېښو ته رسېدنه وکړی.
دی وایی چې حتی په مرکز کابل کې چې تر ټولو ډېر نفوس لری، هم له سختو ستونزو سره مخ دی.
د نوموړی په خبره، د مرکز کابل په ټولو ۲۱ ناحیو کې یوازې ۶ د اطفایې مرکزونه فعال دی، په داسې حال کې چې دا شمېر باید ۲۱ یعنې د ښاروالی د هرې ناحیې په سر یوه څانګه وی.
د معیاری لارو نشتوالی او پر سړکونو د ډېر شمېر موټرو د تګ راتګ له امله د خلکو نه مرسته د افغانستان اطفایو بله هغه ستونزه ده چې د چارواکو په وینا سیمې ته پر وخت د اطفایې د رسېدو مخه نیسی او زیانونه ډېرېږی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږی چې په تخار کې د اور لګېدنې په یوې تازه پېښه کې شااوخوا ۲۰۰ دوکانونه وسوځېدل.
ویل کېږی چې د تخار اطفایې ونشو کړای چې په خپل وخت سره اور مړ کړی چې بیا یې اور د کندز اطفایې په ملګرتیا مهار کړ.
د کورنیو چارو وزارت هم په دې برخه کې ستونزو تایدوی، خو وایی چې هواری ته یې پاملرنه شوې ده.
د یاد وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش ازادی راډیو ته وویل، هیله ده چې د نړیوالې ټولنې په مرسته د اطفایو ټولې څانګې په عصری وسایلو سمبال شی.
دانش ښاغلی دانش وایی: “په ځینو ولایتونو کې تجهیزات ښه شوی دی، خو له بده‎مرغه په تخار کې اوس هم له لومړنیو وسایلو استفاده کېږی ، مونږ دا ستونزه په نړیوالو کنفرانسونو کې تر نړیوالو رسولې ده، د کورنیو چارو وزارت هڅه کوی چې دې برخې ته پاملرنه زیاته شی.”
ښاغلی دانش وویل، که له افغانستان سره مرسته کوونکی هېوادونه په نېږدې راتلونکې کې دوی ته مالی امکانات برابر کړی، په ټولو ولایتونو کې به د اطفایو شته ستونزه ډېر ژر هواره شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.