دفاع وزارت: افغانستان کې حمله کوونکی تروریستی ډلې بهر مېشتې دی

گزارشگر:دوشنبه 29 جوزا 1396 - ۲۸ جوزا ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان ملی دفاع وزارت وایی، ترورېزم بهرنۍ ستونزه ده ځکه هغه تروریستی ډلې چې په افغانستان کې حملې کوی، بهر مېشتې دی او په بهر کې مالی سرچینې لری.
د ملی دفاع وزارت د هغو رپوټونو په اړه په غبرګون کې دا څرګندونې کړی چې وایی، د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا په نوې کړن‌لاره کې پر پاکستان د فشارونو زیاتولو ته پام شوی دی.
د افغانستان ملی دفاع وزارت وایی، د افغانستان د ستونزو د حل یوازینۍ لار پر پاکستان د فشار زیاتول او هلته د تروریستانو د ځالو او مالی سرچینو بندول دی.
د دې وزارت ویاند جنرال دولت وزیری پرون شنبه ازادی راډیو ته وویل، د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا په کړن‎لاره کې دې مسئلې ته د پام هرکلی کوی.
جنرال دولت وزیری وایی:
“د افغانستان مسئله کورنۍ مسئله نه‎ده بلکه بهرنی لاسونه دی چې د تروریستانو ملاتړ کوی او هغوی تمویلوی. که د امریکا متحد ایالات او هغه ټول نور هېوادونه چې له ترورېزمه کړېږی، پر هغو استخباراتی کړیو فشار وارد کړی، زما په فکر دا مسئله حل کېږی. که د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه بهر پر تروریستی حلقو فشار راولی نو ستونزه به ژر حل شی او د افغانستان دفاع وزارت هم له‎دې اقدامه ملاتړ کوی.”
واشنګټن ایکزماینر د امریکا د دفاع وزارت د یوه مهم چارواکی په حواله ویلی چې د افغانستان د جګړې په نوې ستراتیژی کې پر هغو تروریستانو تمرکز هم شامل دی چې په پاکستان کې دېره دی.
دې چارواکی له دې امله چې پر کړن‎لاره لا هم کار روان دی، واشنګټن ایکزماینر ته د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط ویلی چې د حقانی شبکې د ځپلو لپاره به پر پاکستان به فشار زیات شی.
د امریکا دفاع وزیر جېمز متېس تېره اوونۍ کانګرس ته وویل چې د جولای میاشتې تر نیمایی به د افغانستان د جګړې په اړه خپله کړن‎لاره بشپړه او اعلان کړی.
متېس افغانستان ته د ۳ او ۵ زرو ترمنځ عسکرو او پوځی سلاکارانو د استولو پر امکان هم غور کوی.
د دې ستراتیژی جزئیات لا رسماً نه‎دی اعلان شوی.
خو د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامی پرون باور څرګند کړ چې د امریکا د دفاع وزارت په نوی ستراتیژۍ کې به د تروریستانو د مرکزونو پر ویجاړولو تمرکز وشی.
ښاغلی بهرامی خبریالانو ته وویل، متحده ایالات د افغانستان، پاکستان او ټولې سیمی په اړه خپله کړن‎لاره بدلوی او دی باور لری چې د ترورېزم پر اصلی مرکز به غور کوی.
د افغانستان دولت د پاکستان پر استخباراتو تور پورې کوی چې د تروریستی ډلو ملاتړ کوی او په خپله خاوره کې یې ځای ورکړی خو اسلام‎اباد تل د کابل داسې ادعاوې رد کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.