ناټو: له پاکستان سره پوله د مخالفینو د پټنځایونو ستونزه باید حل شی

گزارشگر:شنبه 10 سرطان 1396 - ۰۹ سرطان ۱۳۹۶

mandegar-3د ناټو عمومی منشی وایی چې د پاکستان په قلمرو کې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو د پټنځایونو ستونزه باید حل شی.
د ناټو عمومی منشی ینس سټولټنبرګ وویل چې په پاکستان کې د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو د پټنځایونو ستونزې ته باید د حل یوه لاره وموندل شی.
ښاغلی سټولټنبرګ د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې دا مسئله مهمه ده او باید حل شی او زیاته یې کړه چې د ناټو غړو هېوادونو د دې ستونزې د حل لپاره له پاکستان سره تماسونه هم نیولی دی.
نوموړی زیاته کړه:
“ناټو او ګڼ شمېر متحدانو یې، په تېره امریکا، په پاکستان کې د طالبانو او حقانی شبکې د تروریستی ډلو د پټنځایونو په اړه خبرې کړی، نو په افغانستان کې د کړکېچ د حل د یوې برخې په توګه دا مسئله باید حل شی.”
د ناټو عمومی منشی همداراز یادونه وکړه چې د ناټو غړی به له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړی.
د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس هم ژمنه وکړه چې هېواد به یې په افغانستان کې د تروریستاتو په ځپلو کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړی.
متېس په بروکسل کې د افغانستان په اړه د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته د څرګندونو پرمهال وویل، ښایی امریکا او د ناټو غړو په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر یوناڅاپه کم کړی وی خو ده ژمنه وکړه چې امریکا به خپل ماموریت په بری سره پای ته ورسوی.
متېس وویل، په دې اړه چې امریکا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شمېر په کمولو کې ښایی یوڅه بیړه کړې وی عمومی اجماع شته.
په ۲۰۱۱ کال کې په افغانستان کې د امریکایی پوځیانو شمېر له یو لکو زیات و خو وروسته له دې چې په افغانستان کې د عملیاتو د درنو لګښتونو له کبله د امریکا پر حکومت کورنی فشارونه په زیاتېدو شول، د اوباما ادارې د سرتېرو د کمولو پرېکړه وکړه.
له دې سره وسله والو طالبانو جګړو ته زور ورکړ چې په نتیجه کې یې زیات شمېر ملکی افغانان او افغان پوځیان ووژل شول او حکومت پر ډېرو سیمو ولکه له لاسه ورکړه.
افغان حکومت پر پاکستان تور لګوی چې د حقانی شبکې او د کوټې شورا په ګډون د افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته یې ځای ورکړی.
اسلام اباد د کابل تورونه ردوی او برعکس تور لګوی چې په پاکستان کې حملې هغه وسله والې ډلې کوی چې په افغانستان کې دیره دی.
د ناټو عمومی منشی ینس سټولټنبرګ په خپلو پرونیو څرګندونو کې وویل چې د افغانستان بحران ته باید په سیمه ییزه کچه د حل لاره ولټول شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.