د کابل، اسلام اباد او دوشنبې د مشرانو غونډه

گزارشگر:چهارشنبه 14 سرطان 1396 - ۱۳ سرطان ۱۳۹۶

mandegar-3تمه ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غنی، د پاکستان صدراعظم نوازشریف او د تاجکستان جمهور رئیس امام علی رحمان د دوشنبې په ښار کې د چهارشنبې په ورځ غونډه وکړی.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا د دغه هېواد ولسمشر امام علی رحمان د افغانستان ولسمشر او د پاکستان صدراعظم ته بلنه ورکړې ده چې په دوشنبې ښار کې سره جرګه شی.
په دې درې اړخیزه سرمشریزه کې به پر سیاسی، اقتصادی او امنیتی موضوعاتو خبرې وشی.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت څرګندوی چې په اقتصادی برخه کې به د انرژۍ، ترانسپورټ او د درېو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر اړیکو خبرې وشی.
د دوشنبې په ښار کې د سیاسی چارو کتونکی سعدی یوسفی د ازادی راډیو تاجک څانګې ته وویل چې د مشرانو په دې غونډه کې به تر ډېره د کاسا زر پروژې د پلی کېدو پر لارو چارو خبرې وشی.
نوموړی زیاته کړه:
“د کاسا زر پروژې د پلی کېدو د هڅو پر زیاتېدو به خبرې وشی، دا یوه ډېره مهمه مسئله ده چې د دې له عملی کېدو سره به یوازې د انرژۍ په برخه کې پرمختګ رامنځته نه شی، بلکه د سیمې همغږی به هم ورسره پیاوړې شی”
ټاکل شوې ده چې د کاسا زر پروژې له لارې له تاجکستان او قرغزستانه افغانستان او پاکستان ته یو زر درې سوه میګاواټه ابی بریښنا انتقال شی.
له شوې موافقې سره سم به درې سوه میګاواټه برق په افغانستان کې استعمال شی او زر میګاواټه به پاکستان ته صادر شی چې د دې بریښنا له درکه به افغانستان د ترانزیت پیسې ترلاسه کوی.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلی دی چې په دوشنبې ښار کې به په درې اړخیزه ناسته کې د سولې په برخه کې د افغانستان د حکومت د هڅو ملاتړ وشی او دا مسئله به وڅېړل شی چې څرنګه کېدای شی په سیمه کې د ترهرګرو د هڅو پرضد مبارزه پیاوړې شی.
د پاکستان د صدراعظم د جګپوړی سلاکار سرتاج عزیز په وینا تاجکی رسنیو خبر ورکړی دی چې اسلام اباد هڅه کوی چې د تاجکستان په منځګړیتوب د افغانستان او پاکستان اړیکې ښه شی.
نېږدې درې اوونۍ مخکې په قزاقستان کې د افغانستان ولسمشر اشرف غنی او د پاکستان صدراعظم نوازشریف د شانګهای سازمان د غونډې ترڅنګ کتلی وو.
د شانګهای سازمان په غونډه کې چین ژمنه وکړه چې د کابل، اسلام اباد او پیکنګ درې اړخیزه غونډه به جوړه کړی.
تر دې غونډې نېږدې دوې اوونۍ وروسته د چین د بهرنیو چارو زویر وانګ یی کابل ته راغی او د کابل او د اسلام اباد د اړیکو د ښه کېدو هڅې یې وکړې.
تمه ده چې د دوشنبې په ښار کې د چهارشنبې د ورځې د غونډې په پای کې د افغانستان، تاجکستان او پاکستان مشران یوه ګډه اعلامیه خپره کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.