مشرانو جرګې د سولې عالی شورا فاسده وبلله او په منحل کېدو یې ټینګار وکړ

گزارشگر:چهار شنبه 21 سرطان 1396 - ۲۰ سرطان ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د مشرانو جرګې غړو د سولې عالی شورا په فساد تورنه کړه او د دغې شورا په منحل کېدو یې ټینګار وکړ.
د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقی چې د سې شنبې ورځې د جرګې مشری یې کوله یه دې اړه د سناتورانو له څرګندونو وروسته وویل چې د سولې عالی شورا په نوم پیسې حیف و میل کېږی او د دغې شورا غړی په یو وخت څو بېلابېلې دندې لری.
نوموړی وویل:
“زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې د سولې په عالی شورا کې چې کومې پیسې لګوی دا پیسې ښه دی چې په امنیتی سکټور، پوهنې او د بندونو په جوړولو ولګوی، د سولې عالی شورا تر اوسه کومه د پام وړ لاسته راوړنه نه‌درلوده، یوازې لوړ لګښتونه‌یې کړی، ډونرانو ته وایو کومې پیسې چې سولې شورا ته ورکوئ حیف او میل کېږی، په کومه کچه چې د سولې په شورا کې فساد دی په هېڅ اداره کې نه‌شته او باید منحله شی.”
دا خبرې وروسته له هغې وشوې چې یو شمېر سناتورانو د افغانستان د سولې عالی شورا په هغو څرګندونو تُند انتقادونه وکړل چې ویلی د راروانو ټاکنو د ښه امنیت لپاره پر داسې طرحې کار کوی چې له مخې یې د انتخاباتو پر وخت، په نا امنه سیمو کې اوربند وشی.
سناتور نثار حارث وویل، د سولې شورا په افغانستان کې د دایمی اوربند لپاره تر اوسه هېڅ اساسی کار نه‎دی کړی.
ښاغلی حارث زیاته کړه:
“زما لپاره ډېره جالبه ده چې د سولې عالی شورا لوړپوړی چارواکی اعلانوی چې د انتخاباتو پر مهال غواړو اوربند وشی، ولې د دایمی اوربند هڅه نه‌کېږی؟ ولې په افغانستان کې هر څه موقتی او د یوې ورځې لپاره وی؟ ځینې خبرې شته چې د سولې عالی شورا د دایمی سولې لپاره اقدام نه‎کوی.”
د افغانستان د سولې عالی شورا د سناتورانو د دغو څرګندونو په باب تازه غبرګون نه‎دی ښودلی.
خو محمد کریم خلیلی چې په‎دې وروستیو کې د افغانستان د سولې د عالی شورا د مشر په توګه ټاکل شوی، ویلی چې د سولې عالی شورا په تېر کې ځینې ستونزې درلودې، خو په خبره‌یې چې د نوې کړن‎لارې له مخې به خپل هدف په جدی توګه تعقیب کړی.
د افغانستان جمهوری ریاست د سولې عالی شورا کارونه ګټور او د دغې شورا شتون د وخت اړتیا ګڼی.
د جمهوری ریاست مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد ازادی راډیو ته وویل چې د حزب‎اسلامی له مشر ګلبدین حکمتیار سره سوله د دغې شورا او افغان حکومت یوه مهم لاسته راوړنه ده.
خو یو شمېر سناتوران وایی چې یاده شورا د تېر په څېر د پام وړ کار نه‎‎شی کولای او په وینا یې چې د افغانستان سوله او جنګ تر ډېره سیمه‎‎ییز اړخ لری چې دا شورا یې باید په سیمه‌ییزو او نړیوالو اړخونو ډېر تمرکز وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.