ناټو: له طالبانو سره د روسیې د مرستو په اړه موثق شواهد نشته

گزارشگر:شنبه 24 سرطان 1396 - ۲۳ سرطان ۱۳۹۶

mandegar-3د ناټو عمومی منشی وایی چې له طالبانو سره د روسیې د مالی یا د وسلو د ملاتړ په اړه موثق شواهد نشته.
ینس سټولټنبرګ وایی چې له طالبانو سره د روسیې د ملاتړ په اړه راپورونه دوی ته هم رسېدلی، خو زیاتوی چې له طالبانو سره د وسلو یا تجهیزاتو او یا د مالی مرستې په اړه موثق شواهد تردې دمه نه دی لیدل شوی.
یو شمېر افغان او امریکایی چارواکو په دې وروستیو کې پر روسیې تور لګولی چې له وسله والو طالبانو سره مرستې کوی خو روسی چارواکو دا تورونه رد کړی او وایی چې روسیې د سولې خبرو ته د طالبانو د هڅولو او په افغانستان کې د داعش ډلې د نفوذ د اندېښنو له کبله له طالبانو سره تماسونه نیولی دی.
ښاغلی سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو- روسیې د شورا له غونډې وروسته په یوه خبری کنفرانس کې خبریالانو ته وویل چې د روسیې او طالبانو د اړیکو په اړه موثق شواهد نشته.
نوموړی زیاته کړه: “موږ هم په دې اړه راپورونه لیدلی خو داسې شواهد یا معلومات مو نه دی موندلی چې له طالبانو سره د روسیې مرسته تائید کړی او روسیې هم په زغرده ویلی دی چې د طالبانو ملاتړ نه کوی.”
ښاغلی سټولټنبرګ همداراز وویل چې د ناټو- روسـیې په غونډه کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهیر د ملاتړ پر اهمیت ټینګار وشو.
هغه زیاته کړه چې ناټو او روسیه د افغانستان په ثبات کې ګډې ګټې لری: “یو امن او باثباته افغانستان د سیمې د امنیت لپاره مهم دی، د ناټو غړی او روسیه د ملی وحدت د حکومت د ملاتړ او د ازاد، امن او ډیموکراتیک افغانستان لپاره په هڅو کې ګډې ګټې لری.”
د ناټو- روسیې له غونډې وروسته په ناټو کې د روسیې دایمی استازی الکساندر ګروشکو هم تائید کړه چې د ناټو او روسیې ترمنځ په دې اړه چې باید د افغانستان ناامنۍ د سیمې هېوادونو ته سرایت ونه کړی یو ګډ تفاهم شته.
د روسیې انټرفکس خبری اژانس د راپور له مخې ښاغلی ګروشکو په افغانستان کې د ناټو د همکارۍ د زیاتېدو غوښتنه کړې او همداراز په افغانستان کې د اسلامی دولت ډلې یا داعش د نفوذ د او د مخدر موادو د کاروبار د پراخېدو له کبله اندیښنه ښودلې.
د ناټو عمومی منشی که څه هم د ناټو- روسیې د شورا په غونډه کې د افغانستان، اوکراین او د ګواښونو د کمولو په اړه بحثونه ګټور او زغرد وبلل خو یادونه یې وکړه چې دواړه لوری، په تېره د اوکراین په مسئله کې لاهم بنسټیز اختلافونه لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.