د کارګرانو ملی ټولنه: حکومت دې له کارګرانو سره خپلې ژمنې عملی کړی

گزارشگر:یک شنبه 25 سرطان 1396 - ۲۴ سرطان ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان د کارګرانو ملی ټولنه له حکومته غواړی چې د دوی د تنخواګانو د لوړولو په برخه کې، خپلې ژمنې عملی کړی.
امکا یا د افغانستان د کارګرانو ملی ټولنه وایی، که حکومت د کارګرانو د تنخواګانو د لوړولو په برخه کې، د دوی غوښتنو ته رسېدنه ونه‎کړی، مدنی حرکتونه به پیل کړی.
د دغې ټولنې رئیس معروف قادری د شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبری ناستې ته وویل، که څه هم د افغان کارګرانو د تنخواګانو د لوړولو په برخه کې، د ولسمشر حکم صادر شوی، خو تر اوسه پلی شوی نه‎دی.
ښاغلی قادری وایی، حکومت باید د کارګرانو ستونزو او د بې‎کارۍ روان وضعیت ته په کتو، د دوی تنخواګانې زیاتې کړی.
ښاغلی قادری وویل:
“د موادو د بیو لوړېدو ته په کتو سره، د کارکوونکو تنخواګانې باید زیاتې شی، مزد باید په سمه توګه وټاکل شی، په دې برخه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ حکم روښانه دی او غوښتنه مو دا ده چې دغه مصوبه پلې او تنخواګانې زیاتې شی.”
ښاغلی قادری وایی، په مارکېټ کې د موادو لوړو بیو ته په کتو باید، د هر کارګر میاشتنۍ تنخوا ۱۲۵۰۰ افغانیو ته پورته شی.
د ده په خبره، اوس د یوه کارګر میاشتینۍ تنخوا ۵۰۰۰ افغانۍ ده چې د دوی هېڅ یوه ستونزه هم نه هواروی.
د افغانستان د کارګرانو ټولنې د معلوماتو له‎مخې، هر کال شااوخوا څلورلکه ځوانان د کار جوګه کېږی او په کار ده چې لازم حقوق ورته په پام کې ونیول شی.
د دغې ټولنې مسؤلین دا هم وایی، که حکومت د کارګرانو تنخواګانې زیاتې نه‎کړی، د حکومت او کارګرو تر منځ به واټن زیات او لویې ستونزې به رامنځته شی.
په ورته وخت کې د افغانستان د مالېې وزارت وایی، د کارګرانو د تنخواګانو موضوع به و ارزول شی او د مالی امکاناتو په صورت کې به، په دې اړه اقدام وشی.
د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزی نن شنبه ازادی راډیو ته وویل:
“د دوی د امتیازی تنخواګانو د زیاتولو موضوع او کومه غوښتنه چې دوی یې لری، ارزول کېږی او د توان تر بریده یې په اړه اقدام کوو، کله چې د ۱۳۹۶ لمریز کال یا نورو کلونو لپاره بودجه ترتیبېږی، امکانات په کې په پام کې نیول کېږی، دا موضوع ورسره شریکوو او د امکاناتو له‎مخې اقدام کوو.”
د اقتصادی چارو پوهان هم د کارګرانو د تنخواګانو پر زیاتولو ټینګار کوی او وایی، په دې سره به له یوې خوا دوی لا کار ته وهڅول شی او له بله پلوه د هېواد له اقتصادی ودې سره هم مرسته کوی.
د دغو کارپوهانو له ډلې سهراب بهمن نن شنبه ازادی راډیو ته وویل، دغې موضوع ته د حکومت نه پاملرنه، د دې لامل شوې چې بې‎کاری زیاته او ګڼ شمېر ځوانان بهر ته د تللو هڅه وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.